د افغانستان یوشمیر نور غوره کسان ایران ته راغلل
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د غوره کسانو د جذبولو لپاره د ایران د ولسمشر د علمي او د ټیکنالوژۍ وزارت له اقداماتو وروسته د افغانستان یوشمیر نور غوره کسان په بورسیې باندې ایران ته راورسیدل .
د ایران د ولسمشر د علمي او د ټیکنالوژۍ د وزارت د نړیوالو تعاملاتو د مرکز د انساني پانګې او د علمی اړیکو د پراختیا د چارو مرستیال سید علي حسیني ایسنا خبري اژانس ته وویل د افغانستان دیرش (۳۰) غوره کسان په ایران کښې دي چې په امیبر کبیر او شهید بهشتي پوهنتون کښې یې زده کړې پیل کړي دي او شل(۲۰) نور غوره کسان به هم ایران ته راشي .
هغه وویل د روانې میاشتې تر پاې پورې به د افغانستان کابو اویا غوره (۷۰) کسان په ایران کښې شتون ولري .
حسیني وویل دوې استعداد لرونکي کسان دي او پروګرام لرو دغه کسان چې په څلور(۴) کلن پړاو کښې په زده کړې بوخت دي د ایران د نوښت ایکوسیسټم ته ورداخل شي او په پوه بنسټه شرکتونو کښې په فعالیتونو بوخت شي .
د ایران د امیر کبیر صنعتي پوهنتون هم څو ورځې مخکې د افغانستان د غوره محصیلینو د یوې(۱) ډلې د منلو خبر ورکړ .