ایران په پاراالمپیک لوبوکې دطلاد۱۰میډالونوپشمول نولس میډالونه وګټل
Sep 03, 2021 10:09 Asia/Kabul
د ایران پاؤر لفټینګ، جوډو ، ګوله تهرو د شړلو ، دنیزې د شړلو دتمانچې او بادي ټوپک په ډزو کې د سړیو او ښځو په ګډون سره دغه میډالونه ګټل شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران داسلامی جمهوریت د ټوکیو د ۲۰۲۰کال د پاراالمپیک د لوبو د میډالونو د ګټونکو په لیسټ کې د طلا لس میډالونه او د سپينو اته او یو برنز میډال په ګټلو سره په دولسم لمبر کې شو .
دغه لوبې نن هم په مختلفو څانګو کې هماغه راز دوام لري . د ایران پاؤر لفټینګ، جوډو ، ګوله تهرو د شړلو ، دنیزې د شړلو دتمانچې او بادي ټوپک په ډزو کې د سړیو او ښځو په ګډون سره دغه میډالونه ګټل شوي دي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د لوبغاړو له خوا د ځینو نورو میډالونو د ګټلو احتمال هم شته دی .
ټیګونه