خطیب زاده:
افغان ډلي دي له تاوتریخوالو او ورور وژنې ډډه وکړي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له افغان ډلو څخه غوښتنه وکړه چي د تاوتریخوالو د کارونې او ورور وژنې دي ډډه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په پنجشیر ولایت کې وروستیو نښتو ته په اشارې سره له ټولو اړخونو غوښتنه وکړه چي له یو بل سره دي حوصله وکړي او د یو واحد حل لاري د رسېدو په موخه دي خبرو اترو ته ژمن ووسي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت له ټولو اړخونو سره په اړیکه کې دي او خپلي ټولي هڅې کاروي چي د افغان ولس کړاوونه راکم کړي، موږ باوري چي د بین الافغاني خبرو اترو له لاري او د بهرنیو هیوادونو د حضور او لاسوهني پرته کولای شو په افغانستان کې دوامداره سولي ته ورسېږو.
خطیب زاده وویل: افغانستان نن له کلونو جګړې، اشغال او تاوتریخوالو څخه ستړی دی نو ټولو ډلو ته پکار دی چي له ورور وژنې او تاوتریخوالو څخه ډډه وکړي.
د اسلامي ایران ویاند د بهرنیو لاسوهنو په غندنې سره زیاته کړه: د افغانستان ولس د یو داسي پراخ بنسټ او ولسي حکومت لیاقت لري چي د دې هیواد د ټولو قومیتونو استازیتوب وکړای شي.
هغه بیا ځلي ټینګار وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت د تېرو ۴۰ کلونو په دوره کې به د افغانستان د ولس تر څنګ پاتي شي او په دغه هیواد کې د سولي او له ثبات څخه ملاتړ وکړي.