د امریکا حکومت پخوانۍ ماتي خوړلي لاره کچ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105168-د_امریکا_حکومت_پخوانۍ_ماتي_خوړلي_لاره_کچ_کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په چټي تورونو د امریکا د بایکاټونو په فهرست کښې د ایران د څلورو (۴) ښاریزو د نومولو په شاملولو کښې د امریکا د خزانې وزارت اقدام ته په غبرګون کښې وویل د امریکا اوسني چارواکي د پخواني حکومت ماتي خوړلي لاره کچ کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2021 05:52 Asia/Kabul
  • د امریکا حکومت پخوانۍ ماتي خوړلي لاره کچ کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په چټي تورونو د امریکا د بایکاټونو په فهرست کښې د ایران د څلورو (۴) ښاریزو د نومولو په شاملولو کښې د امریکا د خزانې وزارت اقدام ته په غبرګون کښې وویل د امریکا اوسني چارواکي د پخواني حکومت ماتي خوړلي لاره کچ کوي .

خطیب زاده وویل په امریکا کښې د بایکاټونو د ملاتړو او کاسبانو د ایران د حکومت د زیات مقاومت له کبله د خپل د بایکاټ د اوزارونو صندوق  خالي لیدلی دی او دا ځل د هالیووډ د فیلمونو په سناریو سره هڅه کوي د ځان لپاره د بایکاټ له فضا څخه ترلاسه کړی شوی ژوند وساتي .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده جوته کړه امریکا باید پوهه شي د بایکاټونو د نشې له پریښودلو او د تهران په وړاندې له محترمانه کړچار او ادبیاتو استفادې کولو پرته بله لاره نلري .

د امریکا خزانې وزارت د نه ثابت شویو ادعاګانو پراساس د ایران څلور (۴) ښاریز د ایران او امریکا د یوه (۱)فعال د تښتولو لپاره د هڅې په پلمه د بایکاټونو په فهرست کښې شامل کړل .