د ګاونډیانو امنیت خپل امنیت ګڼو/ ایران نتیجه لرونکې مذاکره غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105208-د_ګاونډیانو_امنیت_خپل_امنیت_ګڼو_ایران_نتیجه_لرونکې_مذاکره_غواړي
د اسلامي ایران ولسمشر: افغانستان کښې د خلکو په رایو سره جوړ شوی حکومت له ایران سره ښه اړیکه لرلی شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2021 00:05 Asia/Kabul
  • د ګاونډیانو امنیت خپل امنیت ګڼو/ ایران نتیجه لرونکې مذاکره غواړي

د اسلامي ایران ولسمشر: افغانستان کښې د خلکو په رایو سره جوړ شوی حکومت له ایران سره ښه اړیکه لرلی شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د ایران ولس ته په خپلې وړومبنۍ ټیلیویژني وینا کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران د خپلو ګاونډیانو امنیت د ځان امنیت ګڼي، څرګنده کړه: تراوسه مې د مختلفو هیوادونو سره مشرانو سره له پنځوسو زیاتې غونډې او تماسونه لرلي دي او په دغو خبرواترو کښې مې له هیوادونو سره په تعامل باندې ټینګار کړی دی.

ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي په ژوندۍ بڼه خپریدونکې دغه ټیلیویژني وینا کښې د افغانستان وروستیو بدلونونو ته اشاره وکړه او ويې ویل: د افغانستان حل لاره د خلکو په رایو سره د حکومت جوړیدل او په دغه هیواد کې د خلکو د ارادې واکمنیدل دي.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران تل د صلحې، کرارۍ او د افغانستان د ولس د ارادې او غوښتنې د واکمنیدو په تکل کښې پاتې شوی دی، زیاته کړه: په دغه هیواد کښې د خلکو په رایو سره جوړ شوی حکومت له ایران سره ښه اړیکه لرلی شي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د افغانستان خلک په تیرو کلونو کښې له ډیرو زیانونو سره مخامخ شوي دي، څرګنده کړه: د افغانستان مسئلې وښودله چې د امریکایانو شتون نه یوازې په هیڅ ځاې کښې امنیت نه رامینځته کوي بلکې د امنیت د لارې خنډ هم ګرځي.

آیت الله رئیسي د ایټمي مذاکراتو په هکله هم وویل چې مذاکره او خبرې اترې د ډیپلماسۍ اوزار دي او ایران ترې ډډه نه کوي خو لویدیځ او امریکا له دباؤ سره د مل خبرواترو په لټه کښې دي.

هغه پّ دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په ایران باندې دباؤ اچولو هیڅکله ګټه نه ده کړې او لویدیځوالو دغه کار په ځلونو آزمایلی دی، څرګنده کړه: له دباؤ او ګواښ سره مل خبرې اترې نه منو او د ایران د حکومت د خبرواترو چورلیز د ایران د ولس ګټې او د بندیزونو بشپړ ختمیدل دي او له دې به یو قدم هم شاته نه شو.