د ایران او قطر خارجه وزیرانو په تهران کښې سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105426-د_ایران_او_قطر_خارجه_وزیرانو_په_تهران_کښې_سره_وکتل
د قطر د بهرنیو چارو وزیر نن په تهران کښې له خپل ایراني همرتبه سره ملاقات او صلاح مشورې وکړې
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 09, 2021 08:31 Asia/Kabul
  • د ایران او قطر خارجه وزیرانو په تهران کښې سره وکتل

د قطر د بهرنیو چارو وزیر نن په تهران کښې له خپل ایراني همرتبه سره ملاقات او صلاح مشورې وکړې

د قطر د بهرنیو چارو وزیر نن په تهران کښې له خپل ایراني همرتبه سره ملاقات او صلاح مشورې وکړې

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني نن تهران ته د خپل سفر په دوران کښې د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کښې له حسین امیر عبداللهیان سره ملاقات وکړ او د دوه اړخیزو اړیکو او هم داشان یې د وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله خبرې او صلاح مشورې وکړې.

ټاکل شوې چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر به په تهران کښې له ځینو نورو ایراني چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړي.

په دې سفر کښې د ایران او قطر د جګ پوړو چارواکو د صلاح مشورو یو مهم چورلیز د افغانستان وروستی حالات دي.