د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مشر تهران ته راورسید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105530-د_ایټمي_انرجۍ_د_نړیوال_آژانس_مشر_تهران_ته_راورسید
ایران ته د ګروسي سفر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا له موسمي غونډې مخکښې شوی چې له سبا (دوشنبې) څخه پیلیدونکې ده.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 11, 2021 23:39 Asia/Kabul
  • د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مشر تهران ته راورسید

ایران ته د ګروسي سفر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا له موسمي غونډې مخکښې شوی چې له سبا (دوشنبې) څخه پیلیدونکې ده.

رافائل ګروسي څارونکو تجهیزاتو ته د لاسرسۍ په سر د ایران او آژانس د موافقې په هکله د ادعاؤ له خپرولو سره هم مهاله له ایراني چارواکو سره د خبرواترو په موخه تهران ته راغلی دی

د ایټمی انرجۍ د نړیوال آژانس مشر رافائل ګروسي د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې له مشر محمد اسلامي سره د خبرواترو په موخه د یو پلاوي په مشرۍ بیګا د تهران امام خمیني نړیوال هوايي ډګر ته راورسیده.

د ګروسي او محمداسلامي ترمینځ ملاقات به نن غرمه وشي او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس پلاوی به هم نن ویانا ته ستون شي.

ایران ته د ګروسي سفر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا له موسمي غونډې مخکښې شوی چې له سبا (دوشنبې) څخه پیلیدونکې ده.