ایران د لبنان د اړتیاو پوره کولو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105710-ایران_د_لبنان_د_اړتیاو_پوره_کولو_ته_تیار_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ایران کښې د لبنان د حزب اله غورځنګ له استازي عبدالله صفي الدین سره په کتنې کښې په بیلابیلو زمینو کښې د لبنان د ضرورتونو د پوره کولو لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2021 01:15 Asia/Kabul
  • ایران د لبنان د اړتیاو پوره کولو ته تیار دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ایران کښې د لبنان د حزب اله غورځنګ له استازي عبدالله صفي الدین سره په کتنې کښې په بیلابیلو زمینو کښې د لبنان د ضرورتونو د پوره کولو لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغه کتنې کښې د نوي حکومت د جوړیدا په مناسب د لبنان ملت او حکومت ته د مبارکۍ په ویلو سره هیله وکړه زر تر زره د لبنان د خلکو مشکلات حل شي او د هیواد د خلکو ارزوګانې تحقق پیدا کړي .

هغه وویل د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت له مقاومت ډلو څخه ملاتړ ته پام او ټینګار لري .

حسین امیر عبداللهیان د تکفیري او د صهیونیسټي دښمن په وړاندې د لبنان د خلکو له عزت څخه ډک مقاومت د ازادي غواړو او د سیمې د ټولو ملتونو د عزت او د سرلوړۍ سرچینه وبلله .

د حزب الله غورځنګ استازي عبدالله صفي الدین  هم وویل د لبنان خلک په سختو وختونو کښې له لبنان څخه د ملاتړ په دلیل د ایران د اسلامي جمهوریت قدرونه کوي .

هغه د لبنان د خلکو د ضرورت وړ د پیټرولو د ورکولو لپاره د ایران داسلامي جمهوریت مننه او قدرونه وکړه .