په تهران کښې د افغانستان د ادبیاتو غونډه جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105714-په_تهران_کښې_د_افغانستان_د_ادبیاتو_غونډه_جوړیږي
ایسنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ادبیاتو لپاره د «سفر کلمات» د غونډو د لړۍ څلورمه (۴) غونډه ترسره کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2021 01:33 Asia/Kabul
  • په تهران کښې د افغانستان د ادبیاتو غونډه جوړیږي

ایسنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ادبیاتو لپاره د «سفر کلمات» د غونډو د لړۍ څلورمه (۴) غونډه ترسره کیږي .

دغه غونډه د افغانستان د ادبیاتو د کور لخوا د ایران دهنري حوزې د پنځونونو د مرکز په ملګرتیا سره نن مازیګر له پینځو (۵) بجو څخه تر اوو (۷) بجو پورې په تهران کښې د هنري حوزې په امیر حسین فردي هال کښې ترسره کیږي .

په دغه غونډې کښې به په ایکو(eco) کلتوري موسسې کښې د افغانستان استازی او شاعر مهتاب ساحل هم ګډون وکړي .

د افغانستان شاعر محسن سعیدي به هم په دغه غونډې کښې وینا وکړي .