د شانګهای ملګرتیا سازمان د نړیوالې څواړخیزپالنې په ځواک بدلیدلې شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105750-د_شانګهای_ملګرتیا_سازمان_د_نړیوالې_څواړخیزپالنې_په_ځواک_بدلیدلې_شی
د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی نن دنیا نوی پړاو ته ورداخله شوی ده او سلطه غوښتنه او یواړخیز پالنې په ځوړتیا ده ، وویل نړیوال نظام د څو قطبی والی او د خپلواکه هیوادونو په ګټه د قدرت د بیا ویشلو په لور په بدلیدو ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2021 09:48 Asia/Kabul
  • د شانګهای ملګرتیا سازمان د نړیوالې څواړخیزپالنې په ځواک بدلیدلې شی

د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی نن دنیا نوی پړاو ته ورداخله شوی ده او سلطه غوښتنه او یواړخیز پالنې په ځوړتیا ده ، وویل نړیوال نظام د څو قطبی والی او د خپلواکه هیوادونو په ګټه د قدرت د بیا ویشلو په لور په بدلیدو ده .

 

د ایران د ولسمشرۍ داطلاع رسونې سایټ له راپور سره سم سید ابراهیم ریسی نن د شانګهای په ۲۱ سرمشریزې کې په خپلې وینا کې زیاته کړه د شانګهای ملګرتیا سازمان ډیره ښه ښودلی ده چی په خپلو اقتصادی ، سیاسی ، ارزښتی او نفوسی ظرفیتونو په تکیې سره د نړیوالې څواړخیزپالنې په ځواک بدل شی او دغه چاره د پراخیتایی هیوادونو د ګډو ارزښتنونو په اساس د یوې ټولنې د بڼه غوره کولو د زمینې برابریدا ښی .

د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی نن دنیا نوی پړاو ته ورداخله شوی ده او سلطه غوښتنه او یواړخیز پالنې په ځوړتیا ده ، وویل نړیوال نظام د څو قطبی والی او د خپلواکه هیوادونو په ګټه د قدرت د بیا ویشلو په لور په بدلیدو ده .

ښاغلی ریسی زیاته کړه په اوسنیو شرایطو کې سوله او نړیوال امنیت د ترهه ګرۍ ، افراط پالنې او بیلون غوښتنې په شان د چیلنجونو او سلطه غوښتنې له لوری له ګواښ سره  مخامخ دی ، هغه ګواښونه چی د نړۍ ډیرهیوادونه او په تیره بیا د شانګهای د ملګرتیا سازمان غړی یې هدف ګرځولی دي او په دغه پراخه حوزه کې د سولې پیاوړتیا او ساتل یوه ټاکنه نه بلکې یو ضرورت دې .

د یادولو ده چی اسلامی ایران اوس د نوموړی سازمان دایمی غړې شو .