د ایران پوځ له تپلي جنګ څخه زیاتې تجربې ترلاسه کړي دي
Sep 21, 2021 09:07 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د سپیڅلي دفاع د اوه څلویښتمې (۴۷) کلیزې په مناسبت د یوې (۱) بیانیې په خپرولو سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له ویاړ څخه ډکې کارنامې ته کتنه ښيي چې د هیواد د وسونو او د پرمختګونو مهمه برخه د تپلي جنګ په تجربو کښې جرړه لري .
د ایران د پوځ په بیانیې کښې ویل شوي دي سپیڅلي دفاع د سرشیندنې او د بصیرت ستر پوهنتون او د هغو ځوانانو خلاقیت دی چې په ترټولو سختو شرایطو کښې په سرشیندنې او شجاعت سره له سترو ازمیښتونو ووتل او د جنګ په ډګرونو کښې د ایمان په وسلې باندې تکیې او د دسیسو او د انقلاب د قسم خوړلیو دښمانانو د سپیرو دسیسو په وړاندې ودریدل .
ټیګونه