ایران د امریکا او د انګلستان په دوه ګوڼه کړچار نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105988-ایران_د_امریکا_او_د_انګلستان_په_دوه_ګوڼه_کړچار_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د عمومي کانفرنس په پینځه شپیتمې (۶۵) غونډې کښې وینا کښې په اسټرالیا باندې د پوځي اټومي اوبتلونو د خرڅولو لپاره چې نوي(۹۰) فیصده پاخه شوي اټومي سونګ استعمالوي د امریکا او د انګلستان په تړون کښې په دوه ګوڼه کړچار نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2021 02:19 Asia/Kabul
  • ایران د امریکا او د انګلستان په دوه ګوڼه کړچار نیوکه وکړه

زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د عمومي کانفرنس په پینځه شپیتمې (۶۵) غونډې کښې وینا کښې په اسټرالیا باندې د پوځي اټومي اوبتلونو د خرڅولو لپاره چې نوي(۹۰) فیصده پاخه شوي اټومي سونګ استعمالوي د امریکا او د انګلستان په تړون کښې په دوه ګوڼه کړچار نیوکه وکړه .

هغه وویل د خواشینۍ خبره ده  هغو هیوادونو چې ایران د سوله ییزو او د بشر دوستانه هدفونو لپاره د شپیتو (۶۰) فیصدو په اندازه د یورانیمو د پخولو په خاطر رټي همدا اوس  په اسټرالیا باندې د پوځي اټومي اوبتلونو د خرڅولو فیصله کړي ده کوم چې له نوي (۹۰) فیصدو څخه په زیاته اندازه پاخو شویو یورانیمو استفاده کوي .

په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران سفیر کاظم غریب ابادي په دوام کښې دې ته په اشارې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت تل اعتراف کړی د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس هر غړی هیواد حق لري د یورانیمو د پخولو له سویې چې ورتیر شو د خپل سوله ییز اټومي پروګرام منحصرا د خپلو ضرورتونو پراساس او د اټومي اژانس له سیف ګارډ مادې سره سم تعقیب کړي وویل ضروري ده چې اسټرالیا د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د ضرورت وړ د سیف ګارډ د ترتیباتو په هکله موافقې ته ورسیږي .