د ایران په سرحدونو کښې مانوره یوه حاکمیتي موضوع ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې په شمال لویدیځو سرحدي سیمو کښې د مانورې ترسره کول یوه(۱) حاکمیتي موضوع ده چې د ټولې سیمې د ارامښت او د ثبات لپاره ترسره کیږي ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت به خپلو سرحدونو ته نږدې د صهیونیسټ رژیم شتون ونه زغمي او د خپل امنیت لپاره به هر اقدام چې ضروري وګڼي ترسره کړي .
سعید خطیب زاده په اینټرنیټ پاڼو کښې د اذربایجان جمهوریت د ولسمشر لخوا د مطرح شویو خبرو په هکله د خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کښې وویل په داسې حال کښې چې د ایران او د اذربایجان جمهوریت ترمینځ ښې اړیکې شته او د دواړو هیوادونو ترمینځ د ارتباطاتوعادي لارې په ډیرې لوړه سویه دي په دغه رودې سره د خبرو کول د حیرانتیا خبره ده .
هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت تل د یوه () ټاټوبي له هر ډول نیواک سره خپل مخالفت اعلان کړی او د نړیوالو پیژندل شویو سرحدونو او د هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته داحترام پرضرورت ټینګار کړی دی په دې سربیره چې د ښه ګاونډیتوب رعایتول هغه تر ټولو مهمه موضوع ده چې هیله کیږي د ټولو ګاونډیو هیوادونو لخوا ورته پام وشي .