د ایران د ایټمي سازمان مشر:
د ایټمي انرجیو نړیوالي ایجنسۍ دي د ترهګرو نانځکه نه ووسي
د ایران د ایټمي انرجیو نړیوالي ایجنسۍ ټینګار وکړه: د ایټمي انرجیو نړیوالي ایجنسۍ د یوې خپلواکي ادارې په توګه باید د ترهګرو د لوبو اوزار نه ووسي.
د ایران د ایټمي سازمان مشر محمد اسلامي د ایران د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو په وړاندې د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ ناسمو دریځ نیونو ته په اشارې سره اسپیوټنیک ته وویل: نړیوال تروریزم د دسیسو او جعلي سټلایتي عکسونو او غیر مستدل شواهدو په کارولو سره د ایران په سوله ایز ایټمي فعالیت ناسم تورونه لګوي خو اوس دغه ناوړه رویه نړیوالو ته اشوا شوې ده.
محمد اسلامي زیاته کړه: ایران د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ د پلټنو په چوکاټ کې قوانینو ته ځان ژمن بولي او د ان پی ټي درناوی کوي، د ایران ایټمي فعالیتونه سوله ایز دي او د یورانیمو د بډاینې کچه یې دومره ټیټه ده چي یوازې د سوله ایزو پروژو لپاره کارندوالې لري.
د ایران د ایټمي سازمان د مشر په وېنا د ایران د ایټمي سایټونو څخه پلټنې جاري ساتل شوي، ځینې مواردو کې د ایټمي انرجیو نړیوالي ایجنسۍ پلټونکي لیږي او ځینو سایټونو کې پلټنې د څارګرو کېمرو له لوري تر سره کیږي.
هغه زیاته کړه: د دښمنانو د شینطنت له مخې د ایران له ایټمي پروګرام سره غیرقانوني او سیاسي چلند کیږي، دغه دوه ګوني چلند د منلو نه دی، حال دا چي ایران تل د باور د فضا د رامینځ ته کولو په لړ کې له حوصلې کار اخیستی دی.
محمد اسلامي وویل: د امریکې او د اروپایانو دغه ناسمه رویه باید بدله شي او تر دې زیات باید د ایران د ولس ګټو ته زیان نه ورسیږي.