ایران او سعودي عربستان بیرته کنسولګریانې پرانیزي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106760-ایران_او_سعودي_عربستان_بیرته_کنسولګریانې_پرانیزي
د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ خبرو اترو ته نږدې یوه(۱) ډيپلوماټ فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دواړه هیوادونه د تاوتریخوالو د کمولو لپاره موافقې ته د رسیدا په درشل کښې دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2021 01:22 Asia/Kabul
  • ایران او سعودي عربستان بیرته کنسولګریانې پرانیزي

د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ خبرو اترو ته نږدې یوه(۱) ډيپلوماټ فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دواړه هیوادونه د تاوتریخوالو د کمولو لپاره موافقې ته د رسیدا په درشل کښې دي .

سعودي عربستان او ایران په تیرو څو میاشتو کښې د اړیکو ښه کولو ته ګروهنه ښودلي ده خو کارپيژاندي وايي چې د تاوتریخوالو د کمولو لپاره ډیرو  اقداماتو ته ضرورت شته .

د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ ډيپلوماټیکې اړیکې پینځه (۵) کاله مخکې د عربستان د شیعه مسلمانانو د مشر  ایت الله شیخ نمر په اعدامولو کښې د ریاض له اقدام وروسته غوڅې شوې او په تیرو څو اونیو کښې په بغداد کښې د ایران او د سعودي عربستان د ترمینځ د خبرو اترو د ترسره کیدا په هکله یوشمیر راپورونه خپاره شوي دي .

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان څو ورځې مخکې تائید کړه چې ایران او عربستان د خبرو اترو  څلورم (۴) پړاو په تیرې سپتمیر میاشت کښې ترسره کړی دی .

هغه هیله وکړه چې خبرې اترې وکولای شي د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ د مسائیلو د حل کیدا زمینه برابره کړي .

په عربستان کښې یوه (۱) خارجي ډيپلوماټ فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې سعودي عربستان او ایران د کنسولګریو  د بیرته پرانیستلو په هکله موافقې ته رسیدلي دي .