د سردار سلیماني د ټرور عوامل باید تعقیب شي
Oct 18, 2021 15:07 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د قضايي قوې مشر غلامحسین محسني اژه اي د سردار سلیماني د ټرور د عواملو په جدي تعقیبونې ټینګار وکړ .
هغه نن د شهید ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور او د ایران سائینس پوه فخري زاده ټرور ته په اشارې سره چې د امریکا او د صهیونیسټانو لخوا شهیدان شوي دي ټینګار وکړ د دغو جنایتونو عوامل ، مسبین او مباشرین او مرستیالان باید په لا جدي ډول تعقیب شي او اجازه به رونکړو ددغو بې ګناه انسانانو وینه ضایع شي .
د ایران د قضايي قوې مشر غلامحسین محسني اژه اي ډاګینه کړه هغه هیوادونه چې ایران د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ تورنوي په خپله د بشري حقوقو ترټولو ستر خلاف ورزۍ کونکي دي او باید مواخذه شي .
ټیګونه