د ایران راتلونکے ډېر روښانه دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107222-د_ایران_راتلونکے_ډېر_روښانه_دے
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د اردبيل صوبې د آبادونې او ترقۍ لپاره د حکومت پروګرامونو ته په اشارې سره وويل: حکومت کلکه اراده کړې ده چې د کرهڼې، سياحت، ډېجيټل، نوي سائنس او ټېکنالوجيو په برخو کښې د صوبې اقتصادي ظرفيتونه فعال کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2021 02:02 Asia/Kabul
  •  د ایران راتلونکے ډېر روښانه دے

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د اردبيل صوبې د آبادونې او ترقۍ لپاره د حکومت پروګرامونو ته په اشارې سره وويل: حکومت کلکه اراده کړې ده چې د کرهڼې، سياحت، ډېجيټل، نوي سائنس او ټېکنالوجيو په برخو کښې د صوبې اقتصادي ظرفيتونه فعال کړي.

د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د دفتر د رپوټ له مخې سيد ابراهيم رئيسي پرون مازيګر د اردبيل صوبې د علماؤ، پوهانو، د شهيدانو او ايثارګرانو له کورنيو او د خلقو يو شمېر پرګنو په کتنه کښې وويل: حکومت د صوبې په سطح  سائنس ، ټېکنالوجۍ او سائنسي بنسټيز شرکتونو په ترقۍ جدي تاکيد لري او باوري يوو چې په صنعتي او کرهڼيزه برخه کښې د دغو شرکتونو له فعاليت څخه ملاتړ ډېر زيات ارزښت لرلې شي.

ولسمشر د صوبې په سطح د سياحت، رېلوۍ، کرهڼې پانګونې او روزګار پېدا کولو په برخو کښې د حکومت راتلونکو جدي فعاليتون ته په اشارې سره زياته کړه، راتلونکے ډېر روښانه وينو او هيله او اطمينان لرم چې د کار، کوشش او اخلاص په روحيې سره به د هېواد په مختلفو برخو کښې زياتې پراختياوې او راحتۍ رامنځته شي.