د نېکاراګوئې سفير:
ايران د امريکې د استکباري خوي په وړاندې د مقاومت سېمبول
په تهران کښې د نېکارګوئې سفير وويل: ايران په لاتيني امريکه کښې د امريکې د حکومت د تيري په وړاندې د مقاومت سېمبول دے.
د اېرنا د رپوټ له مخې له استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې په مناسبت «له استکبار سره د دښمنۍ په اړه د مرکزي امريکې د سيمې د هېوادونو يو بل شان روايت» ترعنوان لاندې يوه ګډه سياسي غونډه د بوليويا او نېکاراګوئې د سفيرانو رومينا پرز راموس او ايساک لئين براوو جين په شتون سره د ايران په يزد پوهنتون کښې اوشوه.
دغه غونډه د ايران د يو شمېر استادانو او پوهنتونيانو او په يزد کښې د افغانستان، پاکستان، سوريې، عراق او نائجيريې هېوادونو د محصيلينو په شرکت سره جوړه شوه.
.د نېکارا ګوئې سفير په دغه غونډه کښې وويل: ايران همدا اوس له امريکې سره په مبارزه کښې يوه ډېره غوره نمونه ده او زمونږ انقلاب د ايران له انقلاب سره په يو وخت رامنځته شو او زيات مشترکات لري.
ايساک لين براووجين وويل: ايران په لاتيني امريکه کښې د امريکې د تيري په وړاندې د مقاومت سېمبول دے او دغه نمونه اي رول د پوهنتونوالو په همت سره ورځ په ورځ په پراخېدو دے.
د بوليويا سفيرې هم د دغې غونډې له جوړېدو څخه په قدرونې سره د خپل هېواد او ايران مشترکاتو ته اشاره وکړه او وې ويل، د دې دواړو هېوادونواصلي هدف له تېرو کلونو نه تر اوسه پورې له امريکې سره سخته مبارزه ده او دا حالت دوام لري.
مېرمن رومينا پرز راموس زياته کړه، په دغو کلونو کښې د ايران او بوليويا ملتونو د مبارزې وجه د امريکې د حکومت استکباري خوي دے چې يوازې د خپلو ګټو د ساتنې او د ملتونو د سرچينو ترلاسه کولو په تکل کښې دے.
د بوليويا سفيرې وويل: دامريکې حکومت په اوسنيو حالاتو کښې له بحران سره مخامخ دے او په راتلونکو وختونو کښې به له زوال او نسکورېدو سره مخامخ شي او پکار دے ملتونه د هغو اهدافو په بنياد چې يې لري د امريکې د زياتې غوښتنې په وړاندې په خپل مقاومت ټينګ اودريږي.