د ایران پرضد د امریکا د خارجه وزیر تور لګول
د بایډن په مشرۍ په امریکا کې د نوی حکومت په راتلو سره هغه ادعا وکړه ایټمی موافقې ته د ورستنیدا غوښتونکې دې ، تراوسه دغې موافقې ته د امریکا د ورستنیدا او د بایکاټونو د لغوه کولو په هدف په ویاناکې د خبرو اترو شپږ پړاونه ترسره شوی دي چی د دباونو د دوام او امریکا له لوری د بایکاټ سیاست په کارولو سره نتیجې ته ندي رسیدلي
د امریکا خارجه وزیر په واشنګټن کې له خپل مصری همڅنګ سره په کتنه کې د ایران پرضد د دغه هیواد غلیمانه دریځونه تکرار کړل .
انتونی بلینکن له هیڅ ډول سند او مدرک وړاندی کولو پرته ادعا وکړه د بالسټیک توغندویو پروګرام ، له ترهه ګرۍ د ملاتړ په شمول د ایران د بی ثباته کونکی فعالیتونه او د امریکایی ښاریزو په شمول د بهرنیو ښاریزو خپل سره نیولو اقدام په اړه جدی اندیښنې موجود دي .
د ایران پرضد دامریکایی چارواکو بی اساسه تورونه په ۱۳۵۷ هجری لمریز کال کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له پیله تل موجود دي ، خو په ۲۰۱۵ کال کې له ۵+۱ ډلې سره د ایران له ایټمی موافقې وروسته د امریکا حکومت هڅه وکړه له دغې موافقې سره د غیرایټمی موضوګانو په تړلو سره په سیمه کې د ایران د قدرت د زیاتیدا او پوځی پرمختګونو خنډ شی .
په حقیقت کې له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو یوه اصلی پلمه او دلیل همدغه موضوع وه ، د ټرمپ حکومت مدعی وو ایټمی موافقې کې د ایران توغندوی پروګرامونه ندی شامل شوی او د ایران د سیمه ایزو فعالیتونو مخه یې نده نیولی . د امریکا حکومت په دغه پلمه د ۲۰۱۸ کال کې په یواړخیزه توګه له دغې موافقې ووتله .
د بایډن په مشرۍ په امریکا کې د نوی حکومت په راتلو سره هغه ادعا وکړه ایټمی موافقې ته د ورستنیدا غوښتونکې دې ، تراوسه دغې موافقې ته د امریکا د ورستنیدا او د بایکاټونو د لغوه کولو په هدف په ویاناکې د خبرو اترو شپږ پړاونه ترسره شوی دي چی د دباونو د دوام او امریکا له لوری د بایکاټ سیاست په کارولو سره نتیجې ته ندي رسیدلي .
هغه یو اختلافی مورد چی په ویانا کې د خبرواتر و نتیجې ته د نه رسیدا سبب شوی دی ، له ایټمی او برجام موضوع سره د توغندوی دفاعی پرمختګونو او د ایران د سیمه ایزو فعالیتونو په شان د مسلو د تړلو لپاره د امریکا هلې ځلې دی چی په حقیقت کې یوې نوی موافقې ته د اسلامی ایران مجبورول بلل کیږی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د روان کال په زمری میاشت کې دامریکاددغه هدف په اړه جوته کړه امریکایان په ژبه او ژمنوکې وایی چی بایکاټونه لیری کوو خو بایکاټونه یې لغوه نکړل او نه لغوه کوی ، د دې په ترڅ کې شرط هم ټاکی او وایی چی په همدغه موافقه کې یوه جمله ورځای وکړئ چی بیا وروسته ځینو موضوګانو په اړه خبرې وشی کنی موافقه به ونکړو .
په ویاناکې په نړیوالو ادارو کې د ایران پخوانی استازی او سفیر کاظم غریب ابادی هم په دې باره کې ویلی دي امریکا او لویدیځوالو په وروستیو خبرواترو کې وښودله هماغه راز له ایټمی موافقې توغندوی او سیمه ایزو مسایلو په شان غیراړونده موضوګانو ته د ورتګ لپاره د پل په توګه استفاده وکړی .
څرګنده ده چی د ایران اسلامی جمهوریت د ویانا د مزاکراتو هدف د بایکاټونو د بشپړه او اغیزمن لغوه کول او برجامی ژمنو د اجرا لپاره د لودیځو لورو په تیره بیا امریکا ژمنول او د بی لوظیو ختمول بولي او په همدې اساس له ایټمی موضوع پرته د سیمه ایزو سیاستونو او دفاعی فعالیتونو په شمول نورو موضوګانو په اړه به خبرې ونکړی .
په همدې ارتباط د اسلامی ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال علی باقری کنی ټینګار کړی دې د اسلامی ایران دفاعی وس ملی فیصله ده او دایران په ملی امنیت اوګټو پورې اړه لری پر دې اساس هیڅ هیواد حق نلری په دې اړه خبرې یا څرګندونې وکړی .