ایران ساتیس نومې تیلي کشتۍ آزاده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108142-ایران_ساتیس_نومې_تیلي_کشتۍ_آزاده_کړه
د ایران په قضايي حکم، د (ساتیس) په نامه نیول شوې تیلي کشتۍ څخه د ایران د تیلو له خالي کولو وروسته پريښودې شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 10, 2021 13:07 Asia/Kabul
  • ایران ساتیس نومې تیلي کشتۍ آزاده کړه

د ایران په قضايي حکم، د (ساتیس) په نامه نیول شوې تیلي کشتۍ څخه د ایران د تیلو له خالي کولو وروسته پريښودې شوه

د ایران په قضايي حکم، د (ساتیس) په نامه نیول شوې تیلي کشتۍ څخه د ایران د تیلو له خالي کولو وروسته پريښودې شوه

د روانې نومبر میاشتې په دریمه نیټه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک په عمان سمندر کښې په خپل مقتدرانه او پروخت اقدام سره، له یوې تیل وړونکې کشتۍ څخه د ایران د تیلو د لوټلو لپاره د امریکې د جنګي بیړۍ عملیات ناکامه کړي وو.

د امریکې ترهګرو ځواکونو د ایراني کشتۍ تیل د ساتیس په نامه تیلي کشتۍ ته منتقل کړي وو او هغه یې د نامعلوم مقصد په لور روانه کړې وه خو د ایران باتورو ځواکونو یې مخه ونیوله او ساتیش کشتۍ یې سره د خپلو تیلو د ایران سواحلو ته راوستې وه.