د ایران او پاکستان دسمندري او سرحدي ملګرتیاؤپراختیا اړینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108224-د_ایران_او_پاکستان_دسمندري_او_سرحدي_ملګرتیاؤپراختیا_اړینه_ده
 د ایران د اسلامی جمهوریت د سرحدي ځواک قوماندان او د پاکستان د سمندري امنیت د ادارې عمومی مدیر  همداراز  په مختلفو حوزو کې   له یوه بل سره  د مرستو او دګډو ملګرتیاؤ په پراختیا  هم ټينګار وکړ او په دې اړه ئې خیني موافقې هم وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2021 10:26 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان دسمندري او سرحدي ملګرتیاؤپراختیا اړینه ده

 د ایران د اسلامی جمهوریت د سرحدي ځواک قوماندان او د پاکستان د سمندري امنیت د ادارې عمومی مدیر  همداراز  په مختلفو حوزو کې   له یوه بل سره  د مرستو او دګډو ملګرتیاؤ په پراختیا  هم ټينګار وکړ او په دې اړه ئې خیني موافقې هم وکړې.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پولیسو دسرحدي ځواک قوماندان او د پاکستان د سمندري امنیت د ادارې عمومی مدیر دسندر،سرحدي مدیریّت،په یووخت د ګډې ګزمې او عملیاتو  دترسره کیدا په حوزو کې له دوو اړخیزو ملګرتیاؤ سره اړونده تر ټولو وروستي  بدلونونه  و ارزول .

 راپور کې وئيل شوي دي،د ایران  او پاکستان  د اړونده چارواکو دغه ویډیوئي  غونډه  د ایران دپولسو د سرحدي ځواک د قوماندانۍ او د پاکستان د سمندري امنیت دادارې  د  پلاؤ په شتون سره ترسره شوه .

په دغې ناستې کې  چې  د پوله ایز ځواک قوماندان  تورن جنرال احمد علی ګودرزي  او مصطفی قنبر پور د ایراني پلاوي او محمد شعیب او ورسره پلاوي د پاکستان د  خارجه  او  دفاع وزارتونو د استازو په توګه  شتون درلود، دواړو لورود امنیت ، د کب نیونکو د ساتنې ،په یو وخت د ګډې ګزمې  او عملیاتو د ترسره کیدا  د چارو د  لوړتیا په زمینو کې مختلفې آئيډیاوې او متقابلو ملګرتیاؤ  لارې چارې وارزولې  او ورباندې ئې بحثونه وکړل .