اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د ټولو ګټې تامین کړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي حسین نوش ابادي ټینګار وکړ د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د استکباري قدرتونو د ګټو پراساس نه بلکې د ټولو غړیو د ګټو پراساس اقدام وکړي .
هغه وویل د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس یوه (۱) نړیواله اداره ده او باید د ټولو غړیو د ګټو او د حقوقو او د تصویب شوي منشور پراساس حرکت وکړي .
نوش ابادي وویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشرانو راپورونه د نورو هیوادونو تر دباو لاندې دي .
د ایران د پارلمان د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي نوش ابادي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس غړی دی او د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي پراساس به حرکت وکړي او له دغه اژانس سره تعاملات هم له همدې موضوع سره سمون خوري .