اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د ټولو ګټې تامین کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108272-اټومي_انرژۍ_نړیوال_اژانس_باید_د_ټولو_ګټې_تامین_کړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي حسین نوش ابادي ټینګار وکړ د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د استکباري قدرتونو د ګټو پراساس نه بلکې د ټولو غړیو د ګټو پراساس اقدام وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2021 10:25 Asia/Kabul
  • اټومي انرژۍ نړیوال  اژانس باید د ټولو ګټې تامین کړي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي حسین نوش ابادي ټینګار وکړ د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د استکباري قدرتونو د ګټو پراساس نه بلکې د ټولو غړیو د ګټو پراساس اقدام وکړي .

هغه وویل د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس یوه (۱) نړیواله اداره ده او باید د ټولو غړیو د ګټو او د حقوقو او د تصویب شوي منشور پراساس حرکت وکړي .

نوش ابادي وویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشرانو راپورونه د نورو هیوادونو تر دباو لاندې دي .

د ایران د پارلمان د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي نوش ابادي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس غړی دی او د اټومي وسلو د تولید  او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي پراساس به حرکت وکړي او له دغه اژانس سره تعاملات هم له همدې موضوع سره سمون خوري .