د ایران د لړم د ۲۴ نیټې مطبوعات
په هالینډ ، بلجیم او اسټرالیا کې د طالبانو د حاکمیت د بایکاټ لپاره مظاهرې ترسره شوی دي .
جمهوری اسلامی
د ایران اکثرو ورځپاڼو په هرمزګان او بندرعباس کې د زلزلې خبرونو ته انعکاس ورکړی دی او لیکلی یې دي په بندرعباس شاخوا کې له سترې زلزلې وروسته په فارس خلیج کې د سونامي په اړه خبرداری ورکړل شو .
نوموړی ورځپاڼۍ هم په دې اړه په یوه راپور کې لیکلی دي د ایران د جنوب هرمزګان ولایت د بحران د ادارې عمومی مدیر مهرداد حسن زاده په یولړ څرګندونو کې وويل ، په هرمزګان ولایت کې د شپږ اعشاره څلور او شپږ اعشاره درې ریشتره دوو زلزلو پسې په دوامدارو ټکانونو پسې په فارس خلیج کې د سونامي په نسبت خبرداری صادر شوی دی .
هغه ویلي ، په دغو زلزلو پسې سیمې ته سملاسي مرستندویه ټیمونه لیږدول شوي دي . او د هرمزګان ، فارس او کرمان ولایتونو مرستندویه ادارې هم په بشبړ ډ ول تیارسی شوي دي .
راپور ښئ دغه دوې زورورې زلزې په یوې دقیقې ې په یوې بل پسې شوي او هرمزګان ولایت زیاتره سیمې او شاوخوا ولایتونه ئې ولړزول . وروستی راپورونه ښئ چې په دغو زلزلو کې د ورستیو راپورونو په اساس کابو څلویښت تنه ټپیان شوي او یو کس هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ، البته دا هم ویل شوي چې په هرمزګان ولایت کې شاوخوا کلو ته زیات تاوانونه رسیدلي او مرستندویه چارې له هماغه پیله شروع شوي او هماغه راز دوام لري . د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیال هم نیمه شپه دزلزلې ځپلي سیمې د لیدو او له نزدې د حالاتو د ارزونې لپاره هرمزګان ته رسیدلی دی .
په هالینډ ، بلجیم او اسټرالیا کې د طالبانو د حاکمیت د بایکاټ لپاره مظاهرې ترسره شوی دي .
د افغانستان د اخوت اسلامی شورا مشر وایی طالبان د نورو مذهبونو او قومونو د منلو ظرفیت نلری .
د یمن د الحدیده له شاخوا سعودي ایتلافي ځواک ناڅاپي شاتک وکړ .
کیهان
اولیانوف وایی د بایکاټونو لیری کول د ایران طبیعی غوښتنه ده .
د صیهونیست رژیم په پلازمینې تل ابیب کې د اور سترې لمبې پورته شوي دي . ورځپاڼه په دې اړه لیکی چی د اسرائيلو رسندویو دنیواکي فلسطین په تل ابیب ښار کې په یوه پارکینګ کې دستر اور د لمبو د پورته کیدا خبر ورکوي .
په راپور کې وئيلي شوي ، عبري ژبې رسندویو بیګا وئيلي دي ، دغه ستر اور د تل ابیب په جنوب کې په هاتساویرا واټ کې واقع په یوه پارکنګ کې لګیدلی چې وئيل کیږي ، هماغه راز په پراخیدو دی .
یدیعوت خبری سایټ هم لیکلي دي و په دغه اور پسې دپارکنګ دننه یوه چاودنه هم شوي چې ظاهرا په دغه ځاي کې په انبار شوو چاودیدونکو توکو سره اړونده ده .
داسرائيل هیوم هم پخپل خبری سایټ کې وئيلی دي ، له دغې چاودنې وروسته د اور دکنټرولولو لپاره سیمې ته اور وژونکي ګاډو تګ راتګ زیات شوی دی . د عینی شاهدانو په وینا ، دغه اور په یوه ګاډي داخله پيل شوی او ډير زر له هماغه ځاي سره نزدې د هغو موادو زیرمې ته غزیدلی چې له چاودیدونکو توکو ډکه وه . د اور وژونکي ادارې ماموران د شاوخواودانیو ته د اور د غزیدا په باب خبرداری ورکوي .
طالبانو د ښځو زيارت ته د تلو لپاره نوي محدوديتونه اعلان کړل . ورځپاڼه په دې زمینه کې لیکی په مزار شريف ښار کښې شاهدانو وويل د طالب ډلې د وروستي حکم له مخې ښځې د خپلو خاوندانو او نزدې خپلوانو سره يوځای هم د ګل او شورو له ورځو پرته روضې شريف ته د ورتلو اجازه نه لري.
د هغوي د وېنا له مخې د افغان مېرمنو په خلاف د طالبانو محدوديتونه او بنديزونه ورځ په ورځ د زياتېدو په حال کښې دي او هغوي د طالبانو لخوا د لا زياتېدو محدوديتونو رامنځته کېدو ته اندېښمنې دي.
دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان طالب ډلې له ولکې وروسته ښځې او سړي يوځای زيارتي ځايونو ته نه شي ورتللې، په همدې وجه ښځې له غرمې مخکې او سړي له غرمې وروسته په مزار شريف کښې له حضرت امام علي (ع) سره منسوبې درګاه ته ورځي.
اطلاعات
د ایران دجنوب زلزلې امارات او عربستان هم لړزولی دي .
په سوریه کې د امریکا د پوځ جنګی جنایتونه په ډاګه شول . د امریکا نیویارک ټایمز خپرونې دیوه راپور په خپرولو سره لیکلي دي، د امریکا پوځ له داعش سره د تشې مبارزې په نامې سره په ایتلاف کې په سورئې کې په هوائي حملو سره ، د لسګونو ماشومانو او ښځو په وژلو سره جنګي جنایت کړی دی . د امریکا پوځ په سورئې کې د خپلو ۲۰۱۹کال پر هوائي حملو چې څه دپاسه څلور شپیته ښځې او ماشومان ئې پکې وژلی ، برغولی کیښودلی دی .
د امریکا هوائي ځواک د ۲۰۱۹کال د مارچ په اتلسمه نیټه د امریکا د ځانګړو عملیاتو د یوه یونټ په فرمان سره چې په سورئې کې ئې د مځکنیو عملیاتو دنده په غاړه درلوده ، په پرله پسې دوې حملې وکړې . د هوائي ځواک یوه وکیل چې په هغه وخت کې ئې د عملیاتو په یونټ کې شتون درلود،باؤري ؤ دغه حملې ممکنه ده ، جنګی جنایت وي او وروسته ئې د دفاع وزارت عمومي پلټونکي او د مشرانو جرګې دوسلوال ځواک دچارو کمیشن ته خبرداری ورکړ. خوپه دې زمینې کې ئې هیڅ اقدام ونه کړ .د امریکا د دفاع وزارت عمومی پلټونکي د مارچ د اتلسمې نیټې د پيښې په باب ځينی څيړنې پیل کړې ، خو نهایتا دهغه په راپور کې دغو هوائي حملو ته هیڅ اشاره ونه شوه او هیڅکله هم ددغه اقدام په باب خپلواکه او بشپړ څيړنې ترسره نه شوې. په نهایت کې هم د امریکا پوځ دا موضوع هیره کړه .
اوس د نیویارک ټایمز خپرونې د راپور په خپریدا او په سورئې کې د امریکائي پوځ د جنایتکارو اقداماتو د نوي موردونو په ایشواکیدنې سره ، په سورئې کې د امریکا داعشي ضده تش په نامه عملیاتو په باب له نه ویل شویو اړخونو پرده پورته شوې ده.
د یمن د الحدیده ولایت په جنوب او لویدیځوسواحلو کې له سعودي ایتلاف سره اړونده وسلوالې ډلې ، په څو مهمو سیمو د یمن د مقاومتي ځواکونو له مسلط کیدا وروسته له یوه بل سره ښکیل شوي دي . د الحدیده ولایت په جنوبی سیمو د یمن دپوځ او انصار ا... غورځنګ دمبارزانو په دیره کیدا او له دغو ځینو مهمو سیمو له اماراتو سره د غږمله عناصرو ناڅاپي شاتګ وروسته د سعودي ايتلاف په جبهې کې اختلافات سخت شوي دي .