د بندیزونو ختمیدا به دایران سیمه ایزه ملګرتیالاپیاوړي کړي
(last modified Thu, 18 Nov 2021 08:38:12 GMT )
Nov 18, 2021 13:08 Asia/Kabul
  • د بندیزونو ختمیدا به دایران سیمه ایزه ملګرتیالاپیاوړي کړي

ډاکټر امیر عبداللهیان روښانه کړې،د ایران اسلامی جمهوریت د سیمه ایزو ملګرتیاؤ په ستر ظرفیّت ښه پوهه دی او کلک هوډ لري،د هند سمندرګي د څنډې له هیوادونو سره  خپلې اړیکې پراخې کړي .

زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن دهند سمدرګي د څنډې هیوادونود ټولنې (آیورا)د وزیرانو د شورا په دوویشتمې غونډې کې چې  په ویډیوئي لینک سره او د بنګله دیش په کوربتوب سره ترسره شوه،پخپلې وینا کې په دغې ناستې کې په شتون دخوښۍ په ښودلو سره زیاته کړې ده،ددغې ټولنې  په چوکاټ کې د ملګرتیا او فعالیت په څه  دپاسه دوو لسیزو کې  ،په اقتصادي ملګرتیاؤ کې  د آیورا ټونلې  بالقوه ظرفیّتونه رابرسیره شوي دي .

ډاکټر امیر عبداللهیان روښانه کړې،د ایران اسلامی جمهوریت د سیمه ایزو ملګرتیاؤ په ستر ظرفیّت ښه پوهه دی او کلک هوډ لري،د هند سمندرګي د څنډې له هیوادونو سره  خپلې اړیکې پراخې کړي .

د هند سمندرګي دڅنډې سیمه ایزو ملګرتیاؤ ټولنه (آیورا)یو هغه نړیوال اورګان دی چې په ۱۹۹۷کال کې د هند او مورشَیس په نوښت سره ئې کار پیل کړی دی . ددغې موسیسې  تاسیس په مورشیَس هیواد کې  چې ددغې ټولنې مرکز هم دی ، د۱۹۹۵کال په مارچ کې تصویب شوي او د ۱۹۹۷کال په مارچ کې ئې   رسما کار پیل کړ .