د امریکاد ولسمشرلاسلیک د اعتماد وړ نه دی 
(last modified Fri, 19 Nov 2021 10:29:28 GMT )
Nov 19, 2021 14:59 Asia/Kabul
  • د امریکاد ولسمشرلاسلیک د اعتماد وړ نه دی 

 د ایران دخارجه وزارت ویندوي  روښانه کړه ، البته مونږ  داسې ضمانتونه غواړو ، چې  امریکابه بیا پر نړیوالو  حقوقو  اوقوانینو ملنډې نه وهي .

د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  ووئیل ، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دامریکا د بیرته ستنیدا شرط، په  اغیزشیندونکي توګه، یو ځاي  او له تائيدیدو وروسته  د بندیزونو لیرې کول  دی او د امریکا دولسمشر پر لاسلیک هیڅ تکیه او باؤر نشي کیدلی . 

د ایران د خارجه وزارت ویندوي زمونږ له خبریال سره نن  په خصوصي مرکې کې نړیوالې ایټمی موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا د شرطونوپه باب ووئيل ، د بندیزونو یو ځاي ،مؤثره  او  له  تائيدیدوروسته لیریکیدا ، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا شرط دی  او دا ټول  ، په ویانا کې  له خبرواترو زمونږ موخې دي . 

خطیب زاده په دوام کې ووئیل ،  که امریکا په همدغه کړچار سره  په ویانا کې خبرواترو ته وارده شي  او په یوځاي او دتائيدیدو وړبندیزونو د لیرې کولو لپاره تیاره وي ، نو په پریکنده توګه  په لنډ وخت کې  موافقې ته لاس رسی کیدلی شي . 

 د ایران دخارجه وزارت ویندوي  روښانه کړه ، البته مونږ  داسې ضمانتونه غواړو ، چې  امریکابه بیا پر نړیوالو  حقوقو  اوقوانینو ملنډې نه وهي .

  خطیب زاده ټينګار وکړ، متحده ایالاتو  منجمله د امریکا اوسني حکومت  ښودلې ده چې  پخپلو ضمانتونو پابنده  نشي کیدلی  او د  امریکا د ولسمشر لاسلیک ، هماغه شان چې ادعا کوي،د ارزښت او اعتماد وړ نه دی ، نوځکه طبیعي  خبره  ده چې  اسلامی ایران او د ایټمي  خبرواترو مرکچي ټیم  د لازمو ضمانتونو پر اخستو ټينګار وکړي .

د ایران دخارجه وزارت ویندوي همداراز په کیدونکو خبرواترو کې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې باندې په عمل کې د اروپا د ژمنو د خلاف ورزیو او بې عملۍپه نسبت  د ایران د دریځونو په باب هم ووئيل،مونږپه دومدار ډول د جامعې  نړیوالې ایټمي موافقې  او  د ۲۲۳۱پریکړه لیک څخه د امریکا وتل  او دوامدارې خلاف ورزۍ ترڅنګ د اروپایانو دومدارې بې عملۍ مطرح کړي دی،امریکا نه یوازې  بریالۍ شوې   دایران په ضد یو اړخیز بندیزونه ولګوي ،بلکې  له دې ئې لازیات وښودله چې  اروپا تر کوم حده د هغه څه په نسبت بې وسه او  د بې عملۍ اسیره ده چې  پخپله ئې  دقطعي تعهد په توګه منلي وو .

 

ټیګونه