ایران د افغانستان  دکډوالو په نسبت بې پروا نه دی 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108646-ایران_د_افغانستان_دکډوالو_په_نسبت_بې_پروا_نه_دی
د ایران او افغانستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر زیاته کړې ،نړیوالې ټولنې باید خپل مسئولیّت وپيژني او د انساني حقوقو په بحث کې دې  د خپلې ادعاګانې په عملی بڼه رابرسیره کړي او په یوې غږملتیا او ملګرتیا سره دې د مهاجرینو په باب پخپلو دندو عمل وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2021 11:01 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان  دکډوالو په نسبت بې پروا نه دی 

د ایران او افغانستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر زیاته کړې ،نړیوالې ټولنې باید خپل مسئولیّت وپيژني او د انساني حقوقو په بحث کې دې  د خپلې ادعاګانې په عملی بڼه رابرسیره کړي او په یوې غږملتیا او ملګرتیا سره دې د مهاجرینو په باب پخپلو دندو عمل وکړي .

 د ایران او افغانستان د پارلیماني دوستۍ ډلې  ټينګار کړی ، ایران د  افغانستان د کډوالو په نسبت هیڅکله هم بې پروا نه دی،البته باید نړیواله ټولنه مسئولانه چلند وکړ ي.

زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران او افغانستان  د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشرعلی جدي خبریالانو سره په یولړ څرګندونو کې د افغانستان د وروستیو شرائطو په دلیل ددغه هیواد د کډوالو نوي څپې ته په اشارې سره  ووئيل،انساني دندې  او ګډو تاریخي او کلتوري  مشترکاتو ته په پام سره  د کډوالو  په  وړاندې بې پروا نشي کیدلی ، البته  د دوي مدیریّت او منظمول یو ضرورت دی  او باید ورته پلانونه وشي .

د ایران او افغانستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر زیاته کړې ،نړیوالې ټولنې باید خپل مسئولیّت وپيژني او د انساني حقوقو په بحث کې دې  د خپلې ادعاګانې په عملی بڼه رابرسیره کړي او په یوې غږملتیا او ملګرتیا سره دې د مهاجرینو په باب پخپلو دندو عمل وکړي .

 علی جدي  دغه راز ووئیل ،  یو شمیر کډوال له ایرانه تیریږي  او  د فارس خلیج څنډي او اروپائي هیوادونو ته حرکت کوي  او له هغوي  یوه برخه په ایران کې پاتیکیږي ، خو ایران  د نړیوالو موسیسو او بهرنیو هیوادونو له خوا  هیڅ ډول ځانګړي مرستې  نه دي ترلاسه کړي او د کډوالو د زیاتیدونکو کلتوري او امنیتی  مشکلاتو اصلي پيټی  ایران ته متوجه دی . هغه ووئيل ، د کډوالو لپاره یو سرحدي کیمپ جوړ شوی  او ځيني کسان په دغه کیمپ کې دیره کړائ شوي دي .