روسیه:
ایران په فشار سره هیڅ امتیاز نه ورکوي
په ویانا کې د روسیې استازی وویل: د امریکې له لوري د ایران په ضد د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ د واکمنو د شورا د غونډي د جوړولو ګواښ هیڅه ګټه نه لري ځکه ایران د فشار په وړاندې نه تسلیږي.
په ویانا کې د روسیې استازی میخائیل اولیانوف له خپل چینایي سیال سره په یوه خبري غونډه کې وویل: د امریکې له لوري د واکمنو د شورا د جوړولو ګواښ د دې ښودنه کوي چي زموږ امریکایي همکاران خپله حوصله د لاسه ورکړې ده لیکن زه فکر کوم چي موږ ټوله باید خپل احساسات کنټرول کړو.
هغه زیاته کړه: زه د ایټمي انرجیو په نړیواله ایجنسۍ کې د امریکایي پلاوی له بیانیې څخه ملاتړ نه کوم ځکه چي دا یو رغنده اقدام نه دی.
په ویانا کې د امریکې استازی د د پنجشنبې په ورځ په ایران د ایټمي انرجیو له نړیوالي ایجنسۍ سره د نه همکاریو تور ولګاوه او ګواښ یې وکړ چي که دغه بهیر دوام وکړي، د واکمنو شورا به دغه کړکېچ ته د رسېدګی لپاره بېړنۍ غونډه وکړي.
د سید ابراهیم رئیسی په دولت کې د ویانا د مذاکراتو لومړنی پړاو به د نوومبر په ۲۹ تر سره شي، ایران ویلي چي د بندیزونو لیري کول د ایراني پلاوی تر ټولو مهمه اجنډا ده.
د روحاني د حکومت پر مهال په ویانا کې ۶ پړاو مذاکرات د امریکې د ورانوونکی اقداماتو او د بندیزونو د دوام د امله له ماتي سره مخامخ شول.
د بایډن اداره ادعا کوي چي د مذاکراتو له لاري غواړي د برجام نړیوالي موافقې ته راوګرځي خو سره له دې امریکا د غیرقانوني بندیزونو په دوام ټینګار کوي.