د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال ویانا ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108886-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_د_وزارت_سیاسي_مرستیال_ویانا_ته_ورسېده
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال د یو پلاوی په مشری د برجام د ایټمي مذاکراتو د نوی پړاو د پیلولو په موخه ویانا ته ورسېدل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2021 12:18 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال ویانا ته ورسېده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال د یو پلاوی په مشری د برجام د ایټمي مذاکراتو د نوی پړاو د پیلولو په موخه ویانا ته ورسېدل.

په ویانا کې د ۱+۴ ډلي له هیوادونو سره د ایټمي مذاکراتو د پلاوی مشری د علی باقري کني په غاړه ده.

هغه تر دې سفر مخکې وویل چي د مذاکراتو د بریالیتوب تر ټولو اصلي شرط د امریکې له لوري په ایران باندې د ټولو لګول شویو بندیزونو ختمول دی.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ټرامپ د برجام له ایټمي موافقې څخه په غیرقانوني توګه ووتل او په ایران باندې غیرقانوني بندیزونه ولګول.

دا په داسي حال کې دی چي د امریکا تر وتلو یو کال وروسته لا هم ایران د برجام په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته دوام ورکړ لیکن د اروپایي هیوادونو د دوامداره خلافورزۍ او د امریکې د غیرقانوني بندیزونو په دوام سره د ایران هم خپلي ژمني یې راکمي کړې.