ایران تر هیڅ ډول دباو لاندې موافقې ته چمتو نه دی
فارس خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني وویل ایران تر هیڅ دباو لاندې د خپلو یورانیمو د پخولو د پروګرام په هکله موافقې ته تیار نه دی .
د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال او د بایکاټونو د ختمیدا لپاره د ویانا په خبرو کښې د ایران د پلاوي لوړرتبه مرکچي علي باقري کني د انګلستان له «میډل ایسټ ايي» اینټرنیټ سایټ سره په مرکه کښې وویل ایران تر هیڅ دباو لاندې د یورانیمو د پخولو د پروګرام په هکله موافقې ته چمتو نه دی .
هغه ټینګار وکړ همدا اوس اټومي تړون ته په کامل ډول پاې بندۍ ته ورستنیدل او د ایران پرضد د بایکاټونو ختمول د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره اړه لري ځکه چې واشنګټن اولنی لوری و چې په یواړخیزه ډول په دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال کښې له اټومي تړون ووت .
دغه راز د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل په ویانا کښې د خبرو اترو پلاوي به د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر له دفتر څخه حکم ترلاسه نکړي .
هغه د امریکا له خارجه وزیر انتوني بلینکن سره د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نفتالي بنت له ټیلي فوني خبرو اترو او په ویانا کښې د روانو خبرو په بندولو د اسرائیلو د لومړي وزیر ټینګار ته په اشارې سره وویل د اسرائیلو رژیم یوځل بیا خپله حقیقي څيره ښودلي ده او د خبرو اترو د سمدستي بندیدا غوښتونکی شوی دی .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده داسې رژیم چې پیدایش یې د جنګ ، د تاوتریخوالي او د ټرور پراساس دی تل له خبرو اترو بیزاره دی .