د ظالمانه بندیزونو د ختمولو هڅې کوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109288-د_ظالمانه_بندیزونو_د_ختمولو_هڅې_کوو
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: حکومت په جدي توګه د امریکې د ظالمانه بندیزونو د ختمولو لپاره هڅه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2021 03:51 Asia/Kabul
  • د ظالمانه بندیزونو د ختمولو هڅې کوو

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: حکومت په جدي توګه د امریکې د ظالمانه بندیزونو د ختمولو لپاره هڅه کوي.

ایت ا... سید ابراهیم رئیسي د ایران له ولس سره په ژوندي ټلویزیوني خبرو اترو کې اروپایي لوري ته د ظالمانه بندیزونو د ختمولو او د ایټمي مسالې په چوکاټ کې وړاندیزونو ته په اشارې سره وویل: اوس نړۍ ته ثابته شوې چي ایران په اقتدار سره مذاکراتو ته درومي.

هغه دې ته په اشارې سره چي د بندیزونو ختمېدا د ایران د حکومت لپاره لومړیتوب لري، زیاته کړه: تر دې دمه مې د مختلفو هیوادونو له مشرانو سره تر ۱۰۰ زیات تماسونه ټینګ کړي او له نړۍ سره مي د اسلامي جمهوریت د ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو په پراختیا تاکید کړی دی.

د اسلامي ایران ولسمشر په خپلو وېناو کې د تاجیکستان وروستي سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل: د تاجیکستان له چارواکو سره تر لیده کاته وروسته د دواړو هیوادونو اقتصادي اړیکې څو چنده شوي دي.

ایت ا... رئیسي د شانګهای او د اکو غونډو ته په اشارې سره زیاته کړه: یادې غونډې د ګاونډیو او د سیمي له هیوادونو سره د تهران د اړیکو د پراختیا لپاره یو مناسب فرصت رامینځ ته کړ.

د اسلامي ایران ولسمشر همدارنګه له ګاونډیو سره د ځینو موافقاتو د لاسلیکېدو خبر ورکړ.