د ګټونکي ګټونکي موافقې لپاره اړینې زمینې شته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109382-د_ګټونکي_ګټونکي_موافقې_لپاره_اړینې_زمینې_شته
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون ویاند محمود عباس زاده مشکیني وویل د بایکاټونو د لغو کیدا په خبرو کښې د ګټونکي ګټونکي موافقې لپاره ضروري زمینې شته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2021 02:36 Asia/Kabul
  • د ګټونکي ګټونکي موافقې لپاره اړینې زمینې شته

ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون ویاند محمود عباس زاده مشکیني وویل د بایکاټونو د لغو کیدا په خبرو کښې د ګټونکي ګټونکي موافقې لپاره ضروري زمینې شته .

هغه پرون په دې خبرې سره چې ایران په ښه نیت او جدیت سره له څلور جمع یوې ډلې هیوادونو سره خبرو ته ورغلی دی او لویدیځ هیوادونه باید د خبرو اترو او د موافقې لپاره جدیت ولري وویل د ایران د اسلامي جمهوریت اقداماتو ته په پام سره داسې ښکاري چې د ګټونکي ګټونکي د موافقې لپاره ضروري زمینې شته .

محمود عباس زاده مشکیني ټینګار وکړ ایران به هیڅکله د ګټونکي او د بایلونکي خبرو ته غاړه کې نه ږدوي .