ایران او جرمني د متقابل احترام په اساس ښې اړیکې درلودلی شي
د جرمني بوندسټاګ نومې پارلیمان د دسمبر په اتمه نیټه ددغه هیوادد سوشل ډیموکراټيک ګوند یو نامتو مشر ۶۳کلن اولاف شولټز دنوی صدراعظم په توګه غوره کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ، د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي بیګا د جرمني نوي صدراعظم په توګه اولاف شولتز ته دهغه د منصوبیداپه باب په مبارکۍ وئیلو سره روښانه کړې ده د ایران داسلامی جمهوریت او جرمني تاریخي اړیکو پر یو سل پنځوس کلنې مخینې سره اود ډول ډول او سترو ظرفیَتونو په اساس ، دوو متمدنو ملتونو ته له سیاسی ، اقتصادي او کلتوري اړیکو څخه لازیات د پراختیا لپاره یو ارزښتمند میراث په اختیار کې ورکړی دی .
ابراهیم ریئسي په دې خبرې په ټينګار سره چې دواړه هیوادونه د احترام او متقابلو ګټو باندې په مشتملې فضاکې په دوو اړخیزو اړیکو کې ښې او ارزښتمنې ملګرتیاوې درلودلی شي زیاته کړې ده ، اوسنۍ نړۍ په سیمه ایزه او نړیواله سویه له مهمو چیلنجونو سره مخامخ ده ، له چیلنجونو سره بریالی مقابله ،په داسې اقداماتو کې لازیات ګډون او مشترکو نړیوالو مسئولیتونو ته اړتیا لري چې د نړۍ خلکو لپاره سوله ، ثبات او هوساینه په ځان پسې درلودلی شي .
د اسلامی ایران ولسمشر دنړۍ درستو هیوادونو په تیره بیا له جرمني سره د زیاتره تعامل لپاره د اسلامی ایران پر کلک هوډ په ټینګار سره هیله وښودله چې دواړه هیوادونه خپل مینځنۍ اړیکې لازیاتې پراخې کړي .
د جرمني بوندسټاګ نومې پارلیمان د دسمبر په اتمه نیټه ددغه هیوادد سوشل ډیموکراټيک ګوند یو نامتو مشر ۶۳کلن اولاف شولټز دنوی صدراعظم په توګه غوره کړی دی .