ښې خبرې اترې ښه موافقه ډالۍ کولی شي
دښمنانو له دې وروسته چې دسخت آوزاري قدرت په حوزې کې ئې ماته وخوړله ، د نرم او سمارټ قدرت په حوزې کې راډګر ته شوی او د ایران په ضدئې د ګواښونو بل ډول ته مخه کړې ده .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ا یران د اسلامی شورا مشر محمدباقر قالیباف پرون مازدیګر په ګاونډیو هیوادونو کې داسلامی ایران د نمایندګیو له مشرانو سره په ناستې کې ووئيل دا چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په چوکاټ کې یوه موافقه د اقتصادي ګټو سبب شي ، یوه مهمه موضوع ده ، پر دې اساس باید دبندیزونو دختمولو په حوزې کې ټول سره لاسونه ورکړو او له یوه بل سره مرسته وکړو .
قالیباف زیاته کړې ، یوه هغه موضوع چې په مستقیم ډول له سفیرانو او د ډيپلوماسۍ له حوزې سره ارتباط لري ، د بندیزونو شنډول او ختمولو موضوع ده او باید د بهرني سیاست په ډګر او ډيپلوماسۍ کې پر دواړو موضوعګانو متمرکرز شو او د ډيپلوماسۍ اداره باید مخکښه ووسي .
د ایران د پارلیمان مشر همداراز ووئيل ، د بندیزونو د شنډولو لپاره هم باید هڅه وکړو او او دډيپلوماسۍ د ادارې یعنی دخارجه وزارت ترڅنګ پرمختګ وکړو . هغه ووئيل ، دښمنانو له دې وروسته چې دسخت آوزاري قدرت په حوزې کې ئې ماته وخوړله ، د نرم او سمارټ قدرت په حوزې کې راډګر ته شوی او د ایران په ضدئې د ګواښونو بل ډول ته مخه کړې ده .