ایران:
که بندیزونه لیري پخپلو ژمنو عمل کوو
د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجیو د سازمان مشر وویل: بندیزونه دي لیري شي تر څو موږ هم په چوکاټ کې دننه په خپلو ژمنو عمل وکړو.
د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر محمد اسلامي په تهران کې د ټکنالوجیو او د څېړنیزو لاسته راوړنو له ۲۲ نندارتون څخه د لیدو پر مهال وویل: صهیونیستان او د ایران د ولس دښمنان تل هڅه کوي چي په دروغ او پروپاګن سره په نړیوال ایټمي ایجنسۍ کې شخړې رامینځ ته کړي.
اسلامي زیاته کړه: خپل کارنده هلوځلو ته دوام ورکوو تر څو د بندیزونو د دوام لپاره پلمې ختمي شي.
د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر همدارنګه وویل: ایټمي ټکنالوجۍ په طبي، روغتیایي، کړهنیز او بېلابېلو صنایعو کې مهم او پراخ رول لوبوي.
د کړهنې په ډګر کې د ایران د ایټمي لاسته راوړنو په هکله وویل: په اوبو، تخمونو، کیفیت او د سالمو کښتونو په رامینځ ته کولو کې چي زیاته اقتصادي ګټه لري له ایټمي ظرفیتونو څخه کار اخیستل کېدایشي.