د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه :
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109862-د_ایران_او_د_نړۍ_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2021 11:13 Asia/Kabul
  • د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه :

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له ډیرې مودې راهسې نامعلومیدا وروسته د انګلستان ګارډین ورځپاڼې په یوه (۱) راپور کښې وویل  سلمان عملا د چارو واګې په لاس کښې اخیستي دي او ټول کارونه همدا کوي .

د یمن خبري سرچینې په تیرو څو میاشتو کښې په مارب ولایت کښې د استعفا شوي حکومت ته اړونده د درې پنځوسو (۵۳) پوځي قومندانانو او د شخصیتونو د وژل کیدا خبر ورکوي   چې د سعودي عربستان د ائتلاف ترټولو لوړرتبه پوځي قومندان هم پکښې وژل شوی .

د صهیونیسټانو پرضد له  نورو وسله والو عملیاتو وروسته حماس ، جهاد اسلامي او نورو فلسطیني ډلو د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کښې وویل د صهیونیسټانو پرضد نابلس ته نږدې اتلواله عملیات د نیواکګر صهیونیسټ رژیم د هرې ورځې جرمونو ته طبیعي ځواب دی .

د روسیې دفاع وزارت ته اړونده د حمییم د اوربند مرکز د سوریې د پوځ د هوايي ځواک لخوا د دمشق په هوايي ډګر باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو لخوا له اتو (۸)توغول شویو توغندیو څخه د اوو (۷)توغندیو د مخه د نیولو او د له مینځه وړلو خبر ورکړ .

د انګلستان کنزرویټو ګوند په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې  په نورت شراپشایر مهم ښار کښې ترخه ماتي وخوړله .

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ټولو خلکو لخوا د کورونا د واکسین د وهلو د غوښتنې په ترڅ کښې د واکسین د نه وهونکو کسانو لپاره د اومیکرون  کورونا واکسین د خپریدا په خاطر د سخت ژمي او د مړینې خبر ورکړی .

د نړۍ په ټولو هیوادونو کښې یوشمیر کسان د ځینو دلایلو په خاطر د کورونا واکسین لګولو ته چمتو نه دي .

د لبنان دپارلمان مشر نبه بیري د مرتعجو عربو هیوادونو په لاس د لبنان په کلابندۍ نیوکه وکړه او ویې ویل دغو عربو هیوادونو د صهیونیسټ رژیم پرمخ خپلې دروازې خلاصې کړي دي .

د ډالر په مقابل کښې د ترکیې د لیرې د ارزښت په کمیدا سره د بلغاریه د سرحدي ښارونو خلک  د ترکیې د شیانو د اخیستلو لپاره چې ډیر ارزان پریوځي د ترکیې ښارونو ته ورغلي دي .

د اوکراین په سر د روسیې او د لویدیځو هیوادونو ترمینځ د تاوتریخوالو له زیاتیدا او د ماسکو پرضد د سختو بایکاټونو د لګولو په هکله د امریکا او د اروپا له ګواښ وروسته د روسیې د پلاوي مشر په ویانا کښې د وسلو د کنټرول او امنیتي خبرو کښې وویل د پرانیسي اسمانونو له تړون څخه وځي .

د عراق د قبایلو مشرانو او شیخانو وویل د پارلمان په انتخاباتو کښې درغلۍ شوي ده او هغه د امریکا په نیغ نیغه څارنې سره .

()

اوس به د تهران اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

د سعودي عربستان خارجه وزیر بن فرحان د ایران د اسلامي جمهوریت او د خپل هیواد ترمینځ د خبرو اترو څلورو (۴) غونډو ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل ریاض د دغو خبرو اترو د دوام په وړاندې شفاف کړچار لري .

د امریکا اکسیوس مجلې ایشوا کړه صهیونیسټ رژیم د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیمانی شهیدولو کښې ملګرتیا لرله .

د روسیې عسکرو په تور سمندر او سپین سمندر کښې پوځي مانورې وکړې .

د امریکا کانګرس د افغانستان په جنګ کښې د واشنګټن د ماتي په هکله د تحقیق کمیسیون جوړوي .

د امریکا مشرانو جرګې سینا د  ولسمشر د جنګي اختیاراتو د کمیدا پلان ته رایې ورنکړې .

د یمن د انصار الله غورځنګ په ګټه د قواو انډول بدل شوی او عربستان او متحدانو یې د اوربند غوښتنه وکړه .

یروشلم پوسټ ورځپاڼې وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسرائیلو لومړی وزیر نفتالي بنت په بیلابیلو مسائیلو کښې سخت اختلاف لري .

د کابل ښار ځینو ښځو په افغانستان کښې د میرمنو د ټولنیزو او د فردي ازادیو په محدود کیدا او د بې کارۍ او د بې وزلۍ د زیاتیدا په هکله اعتراض وکړ .

د امریکا لوړرتبه سناتور باب مننډز تر یوه (۱)حده پاکستان په افغانستان کښې د واشنګټن د ماتي مسول وباله او ویې ویل پاکستان په داسې حال کښې د طالبانو په پناه ځای بدل شوی و چې له هغه ځایه یې په ا فغانستان کښې د امریکا په پوځيانو بریدونه کول او هغه یې وژل .‍

ګرانو لوستونکو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

()

فارین پالېسي خپرونې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له مأموریت څخه د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت د دایمي استازي د تلو په اړه یو راپور خپور کړی دی.

غلام محمد اسحاقزی د جولای په میاشت کې د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني له‌خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ټاکل شوی و او له هغه وروسته چې غني له افغانستان ووت او حکومت د طالبانو په لاس نسکور شو هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په څوکۍ خپلې دندې ته دوام ورکاوه.

اوس په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت استازولۍ ویلي د دې مأموریت مشري به د مأموریت پخوانی وزیر مختار نصیر احمد فایق د شارژدافیر په توګه کوي.

فارین پالېسي لیکي، دا مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت د استازولۍ سربېره په نړۍ کې د افغانستان ګڼې نورې ډیپلوماتیکې ادارې هم فعالې دي، قونسلي چارې مخکې وړي او د فارین پالېسي په وینا په غیر رسمي توګه لوېدیځو چارواکو ته خبرداری ورکوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه‌پېژني.

خو فارین پالېسي د ځینو خبرو سرچینو په حواله وايي اسحاق‌زي پر دې هڅو خپل باور له لاس ورکړی و. خپرونه د یو افغان ډیپلومات له خولې چې نوم ‌یې نه‌دی یاد شوی وايي، اسحاق‌زي فکر کاوه چې نور "په افغانستان کې داسې کوم حکومت نه‌شته چې دا یې په ملګرو ملتونو کې استازولي وکړي".

خپله غلام محمد اسحاق‌زي په دې اړه چې ولې یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي له څوکۍ استعفا وکړه څه نه‌دي ویلي، خو فارین پالېسي ویلي چې نوموړي د ملګرو ملتونو د سازمان دننه کومه بله دنده ترلاسه کړې ده.

()

د  افغانستان روغتیايي سیستم د نړېدو په پاڼ ولاړ دی"، دا د ډیپلومات خپرونې د یوې لیکنې سرلیک دی.

لیکنه پر دې راڅرخي چې د افغانستان دولتي روغتونونه د امکاناتو او درملو له کمي سره مخ دي، د کرونا په وړاندې مبارزه په ټپه درېدلې او په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر له یوې ورځې بلې ته ډېرېږي.

خپرونه په کابل کې د اندراګاندي د ماشوم د روغتیا روغتون د مرستیال محمد لطیف له خولې وايي، دوی ته په تېرو څلورو میاشتو کې په خوارځواکۍ اخته درې زره ماشومان وروړل شوي، له دوی څخه ۲۵۰ یې بستر شوي او نور یې په کورونو کې تر درملنې لاندې دي.

دې افغان ډاکتر ډیپلومات ته ویلي، دوی خپلې خاورې او مسلک ته وفادار دي او له همدې کبله په نشت امکاناتو کې خپلې دندې ته دوام ورکوي.

ډاکتر محمد لطیف زیاته کړې چې د روغتون کارکوونکو ته پنځه میاشتې کېږي تنخواګانې نه‌دي ورکړل شوي او په روغتون کې د خوارځواکۍ لپاره د خوړو د ځانګړو بستو په شمول درمل او د اړتیا وړ توکي په کمېدو دي.

()

وال سټریټ ژورنال بیا په یو راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په حواله ویلي چې افغانستان کې شااوخوا ۶۰ زره ژباړونکي او نور هغه چې له امریکايي ځواکونو سره‌یې کار کړی او د امریکا ویزو ته‌یې غوښتنلیکونه سپارلي، پاتې دي.

ورځپاڼې ویلي دا لومړی ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هغو افغان همکارانو په اړه چې شاته‌یې پرېښي شمېرې ورکوي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله له تاسو اجازه غواړو خوشحاله وسئ .