د اسلامي مذهبونو د نزدېکت نړيوالې ټولنې مشر پاکستان ته لاړ
د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې مشر نن سحر وختي د پاکستانله مذهبي مشرانو او ديني شخصيتونو سره د ليدو کتو او خبرو اترو لپاره د دغه هېواد پائتخت اسلام آباد ته لاړ.
د اېرنا د رپوټ له مخې د اسلام آباد نړيوال هوائي ډګر ته له رسېدو سره سم د ايران د اسلامي جمهوريت د سفير سيد محمد علي حسېني او په پاکستان کښې د ايران د کلتوري چارو د مشر احسان خزاعي لخوا د حجت الاسلام حميد شهرياري تود هرکلے اوشو.
د اسلامي مذهبونو د نزدېکت نړيوالې ټولنې مشر ټاکل شوې ده په پاکستان کښې د خپل شتون په دوران کښې د اسلامي وحدت کانفرنس، د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل له مشر او د دغه هېواد له ځينو مذهبي چارواکو او د اسلامي مذهبونو له لوړرتبه عالمانو سره د ليدو کتو په شمول په مختلفو پروګرامونو کښې ګډون وکړي.
له مذهبي مشرانو سره د نزدېکت او صلاح مشورو په غونډوکښې د شرکت لپاره د پاکستان لاهور او کراچۍ ښارونو ته سفر دغه هېواد ته د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې د مشر ځينې نور پروګرامونه دي.
د اسلام وحدت کانفرنس نن د پاکستان د ملي يکجهتي کونسل په تابيا سره په اسلام آباد کښې جوړيږي