د مرغومې نهمه د بصیرت اوله ولایت سره د میثاق ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110340-د_مرغومې_نهمه_د_بصیرت_اوله_ولایت_سره_د_میثاق_ورځ_ده
ویلې شو چی د مرغومې نهمه په شیطانی جنود د الهی جنود د غلبې ورځ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2021 01:59 Asia/Kabul
  • د مرغومې نهمه د بصیرت اوله ولایت سره د میثاق ورځ ده

ویلې شو چی د مرغومې نهمه په شیطانی جنود د الهی جنود د غلبې ورځ ده .

نن د دسمبر ۳۰ نیټه ده چی د ۱۳۸۸ لمریزکال د مرغومې د نهمې په لاریون کې د ایران د ولایتمداره او حماسه پنځونکی ولس د عاشورایی شتون له کلیزې سره برابره ده چی د ایرانی ولس په ویاړونو کې یوه بله زرینه پاڼه بلل کیږی .

د مرغومې ۹ د ولسی بصیرت ، خپلواکۍ او عزت سمبول ده چی د انقلاب د ایډیالونو او اسلام د اصولو د ساتلو لپاره تر خپل ځانه دریدلي دي .ویلې شو چی د مرغومې نهمه په شیطانی جنود د الهی جنود د غلبې ورځ ده .

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف هم په همدي مناسبت  ویلی د ایران ملت له ناامنۍ او بلوا د هیواد د ژغورلو په سخت ازمیښت کښې سرلوړی شو .

هغه د اسلامي شورا په ښکاره غونډه کښې د مرغومي د میاشتې د نهمې  نیټې په درنښت سره وویل د ایران خلک له ویاړ څخه په دغه ډکې ورځې کښې په ټول توان سره میدان ته راووتل او یوځل بیا یې ثباته کړه چې په خدای اوخلکو باور لرل په تیرو لسیزو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د پرمختګ او د بقا دوه اصلي رکنونه دي .

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل هغه څه چې د اسلامي انقلاب د «ایام ا...» له تکراریدا د ټولو لپاره ښکاره کیږي دا دي چې چارواکي باید په هره شیبه کښې له مخکې څخه زیات د خلکو د ټولو سرشیندنو او  قربانیو په وړاندې په خپلو دندو  عمل وکړي او د ولس په وړاندې د حکومتي  چارواکو تر ټولو کمه دنده د مشکلاتو حل کول دي .

د دوه زره نهم میلادي کال د دسمبر دمیاشتې دیرشمه یعني د دیارلس سوه اته اتیایم میلادي د مرغومې د میاشتې نهمه نیټه د ټولنې د جوړښتنو له ماتونکو څخه د برائت په اعلانولو کښې د ایران د ولس د میلیوني لاریون یادونه او فتنه اچونکو عناصرو ته پریکنده ځواب و کومو چې د ایران د ولسمشرۍ د لسم پړاو په انتخاباتو کښې د درغلۍ په پلمه چټي لاره غوره کړي ده .

د مرغومي د میاشتې نهمه نیټه د خلکو د عزت ، خپلواکۍ او د بصیرت بیلګه ده چې تر اخري سلګې پورې د اسلامي انقلاب د ایډیالونو او د اسلام د اصولو د ساتلو لپاره دریدلي دي او په رسا غږ سره یې وویل که غلیم د دوې د دین په مقابل کښې ودریږي نو دوې  به  د ټولې دنیا په مقابل کښې ودریږي .