ورځپاڼو ته کتنه
سردار قاسم سلیماني او د حشد الشعبي په نامه د عراق د ولسي مبارز ځواک مرستیال ابومهدي المهندس او د هغوي یوشمیر ملګري د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د دریمې نیټې د بغداد له هوايي ډګر سره نزدې د امریکایی ترهګرو او تیري ګرو ځواکونو په هوايي حمله کښې شهیدان شول.
کیهان
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د سردار شهید سلیمانی او ورسره نورو یارانو د شهادت د دوهمې کلیزې په مناسبت بیلا بیل مطلبونه او ستر انځورونه چاپ کړی دي .
کیهان په خپل لومړی مخ د قاسم قاسم ..... بسم ا... القاصم الجبارین تر عنوان لاندې یو راپور چاپ کړې دې .
سردار قاسم سلیماني او د حشد الشعبي په نامه د عراق د ولسي مبارز ځواک مرستیال ابومهدي المهندس او د هغوي یوشمیر ملګري د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د دریمې نیټې د بغداد له هوايي ډګر سره نزدې د امریکایی ترهګرو او تیري ګرو ځواکونو په هوايي حمله کښې شهیدان شول.
(د مقاومت سید الشهداء) سردار سلیماني په خپل برکتناک ژوند کښې د اسلام د لښکر د قومندان په توګه، ملیتونو ته له توجه پرته، د اسلام او قرآن د لوړاوي په موخه د مظلومو ولسونو د ملاتړ په لاره کښې هلې ځلې وکړې. شهید سلماني هم داشان د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د قدس ځواک د قومندان په توګه په عراق او سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې په نابودولو کښې مهم رول درلود او څو کاله یې په دغو هیوادونو کښې د ولسي مبارزو ځواکونو په برابرولو سره خلکو ته ارامښت او امنیت ډالۍ کړ.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د سردار سلیماني له شهادت وروسته په یو پيغام کښې څرګنده کړه: د دنیا له شیطانانو او اشرارو سره د مبارزې په ډګرونو کښې د کلونو له مخلصانه او باتورانه مجاهدت او له کلونو راهیسې د خدای په لاره کښې د شهادت له آرزو وروسته، ګران سلیماني بلآخره دغه لوړ مقام ته ورسیده او د هغه وینه، د ډیرو سخت زړو انسانانو په لاس توې شوه .
د جهاد اسلامی غورځنګ استازی له کیهان سره په خبرو کې ویلی دی سردار سلیمانی د مقاومت جبهې مهندس وو ، د مقاومت چورلیز له سردار قاانی سره د ملګرتیا دوام ته چمتو دې .
د عراق زرګونه خلکو د بغداد د نړیوال هوايي ډګر په لاره کښې د شهید سلیماني د ټروریدو ځاې ته په ورتګ سره، په هم دې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کښې ګډون وکړ .
اطلاعات
د سردار شهید سلمانی د شهادت په دوهمه کلیزه کې ټینګار وشو چی د حاج قاسم سلیمانی شهادت د مقاومت جبهې ته تازه روح وبخښه .
اسلامی ایران د تیلو او ګازو په زمینه کې له ګاونډیو هیوادونو سره د ملګرتیا لپاره چمتو والې اعلان کړ .
د صیهونیسټ رژیم پوځ په غزې د توپونو او هوایی حمله وکړه .
فلسطین او قدس د شهید قاسم سلیماني لومړیتوب و.ورځپاڼه په دې اړه لیکی د لبنان د مقاومت د علماو د اتحادیې مشر ماهر حمود وویل شهید قاسم سلیماني فلسطین او قدس د خپلو لومړیتوبونو په سر کښې وروستل او خپل ټول شعارونه یې عملي او اجرايي کړل .
هغه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان شهید قاسم سلیماني په مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل حاجي قاسم سلیماني په څو اړخونو کښې د اسلامي وحدت ایډیا ته عینیت وروبښه . د لبنان د مقاومت د علماو د اتحادیې مشر ماهر حمود وویل لومړنی او اصلي اړخ دا دی چې شهید قاسم سلیماني فلسطین او قدس د خپلو لومړیتوبونو په سر کښې وروست او شهید سلیماني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان و یعني داسې لوری چې د قدس د مسلې د تعقیبولو مسول دی
هغه وویل شهید قاسم سلیماني خپل ژوند د امریکا او د صهیونیسټ رژيم له استعمار سره په مقابلې ولګاوه او پوهید له داسې دښمن مخامخ دی چې کولای شی د داخلي او د خارجي ګوډاګیانو له لارې اسلامي ټولنې ته نفوذ وکړي .
له افغانستان او عراقه د امریکابې شرمه تښته دسردار سلیماني د ترور نتیجه ده . د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت د زړونو دسردار شهید جنرال قاسم سلیماني د شهادت د دوهمې کلیزې په مناسبت پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي د سردار قاسم سلیماني د سپين سترګي ترور نتیجه ، د مقاومت د جبهې بشبړ فعالیدا او له افغانستان او عراقه د امریکا له ذلته ډ که تیښته وه چې له ویتنامه ئې د دوي تیښته راژوندۍ کړه .
کابل ورځپاڼې
هشت صبح
بې وزلي او د بامیان سړه هوا؛ فاطمه: د شپې تر سهاره نه ویده کیږو
د بامیان ښار په ختیځ لوري کې، په یوه لږ څه لرې څنډه کې، یوه کورنۍ شپې او ورځې تېروي چې یخني، ناروغي او لوږې د هغوی له سترګو خوب وړی دی. ددې کورنۍ سرپرستي د فاطمه په نامه یوه مېرمن پر غاړه لري؛ یو پنځوس کلنه مېرمن چې خاوند یې څو کاله مخکې له لاسه ورکړی. دغه ښځه د بامیان ښار اړوند «پیتاب لغمان» سیمه کې له خپل زوی او لورانو سره اوسیږي. دغه مور وایي چې د سږ کال ژمي یې ماشومانو ته «قیامت» دی. د عفیف باختري په وینا، ښار که له درده ساه هم ورکړي، د هر چا درد خپل دی.
څلور کاله کیږي چې فاطمه د بامیان ښار په یوه څنډه کې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره شپې او ورځې تېروي. څلور کاله مخکې کله چې ډېره ناروغه کیږي، ګاونډیان یې هغه له پنجاب ولسوالۍ په خپل لګښت د بامیان ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره راوړي. د فاطمې درملنه ډېر وخت نیسي. نوموړې له ګاونډیانو څخه غواړي چې ماشومان یې هم بامیان ته راولي. په دې همدې توګه، فاطمه او اولادونه یې په بامیان ښار کې ژوند پیلوي.
د ورېځي ورځې په ماسپښین ددغې مور کور ته ورغلو. له دې سره چې مور ورین تندی درلود، خو څېره یې د ناروغۍ له درده پړسېدلې وه او په لړزېدلي غږ یې خبرې کولې. په داسې حال کې چې په بامیان کې د شپې له خوا هوا منفي اته درجې کیږي، دغه کورنۍ څو پرلپسې شپې د سولو لپاره څه نه دي موندلي ترڅو خپله نم وهلې خونه پرې ګرمه کړی. فاطمه وایي: «ژوند دی تېریږي، په ډېره سختۍ.» د هغه ماشومانو د لوږې، ناروغۍ او هره شپه د کوټې د سړې هوا فکر فاطمه خوب ته نه پرېږدي. ددې په وینا: «دا څو شپې خوب نلرم. د سهار لمانځه ته چې پاڅېږم، پښې مې سوزي. لاس مې بې حسه دي. هر کال مې درد لا ډېریږي. د شپې یوازې په یوه کمپله کې ځان پټوم تر څو ویده شم. شپه او ورځ مې سر او غاښونه د سړې هوا له کبله سوزي.»
فاطمې کیسه وکړه چې شپې هم د سپوږمي تر رڼا لاندې تېروي. هغې زیاته کړه: «زموږ سولر هم خراب شوی. څو شپې مو د سپوږمي تر رڼا لاندې تېرې کړې. هرې خوا ته چې لاس اچوم نه کیږي.»
هغوی شپږ میاشتې د کور د کرایې پوروړي دي. هغه کوټه چې د میاشتې یې باید له امله ۶۵۰ افغانۍ ورکولای تر اوسه په دې کار نه ده بریالې شوې. یو ځل د کور څښتن د هغوی فرش او نور توکي بهر اچولی دي. فاطمه وایي په ډېرو زاریو او د کرایې د ورکولو په ژمنې سره، د کور څښتن رضایت وکړ چې بېرته هماغه کور ته وګرځي، خو د راروان ژمي موسم د هغې اندېښنه څو برابره کړې ده، هغه په داسې شرایطو کې چې په کور کې نه غوړي لري، نه اوړه او نه د سولو لپاره کوم څه. تر هغه ځایه چې هغه او تنکۍ لورانې یې اړې شوې چې شپې او ورځې په روژې نیولو سره تېرې کړي. فاطمې وویل: «د خدا په هیله یو. دا اولادونه مې په ژمې کې له لاسه…» او نور یې دوام ورنکړ.
بې له شکه، دا یوازې فاطمه او ماشومان یې نه دي چې په داسې ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي؛ د هغوی په شان زرګونه نورې کورنۍ، بې له کوم ملاتړه په رنځ، درد او اندېښنو کې شپې او ورځې تېروي. په دې وروستیو کې یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ صندق اعلان کړی چې په افغانستان کې د لوږې له امله یو میلیون ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي. که وضعیت ته پام ونه شي، څوک پوهیږي، کېدای شي یو له هغه ماشومانو به، د بامیان له ښاره د فاطمې ماشوم وي.