د حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س ) د شهادت تسلیت ومنئ
په همدې مناسبت بیګا د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په شتون سره د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې د ویر او ماتم دستورې ترسره شوې .
نن د اسلام د ګران پیغمیر حضرت محمد مصطفی (ص ) د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س ) د شهادت غمجنه ورځ ده .
په همدې مناسبت بیګا د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په شتون سره د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې د ویر او ماتم دستورې ترسره شوې .
دغه دستورې د کرونا ویروس د خپریدا د دوام او د روغتیایی پروګرامونو د بشپړه رعایتولو په دلیل د خلکو له ګډونه پرته او یوازې د یوه ویناوال او یوه مداح په شتون سره ترسره شول .
همداراز په مشهد مقدس کې د حضرت امام رضا علیه السلام او په قم کې د حضرت بی بی معصومه (س ) په سپیڅلیو حرمونو کې هم زایرین په مختلفو صحنونو کې د روغتیایی پروټوکولونو په بشپړه رعایتولو سره مراسم ترسره کوي .
نن په ایران کې په دې مناسبت رسمی چټی ده .
د ایران راډیو او ټیلی ویژن اداره په دې مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .