د ایران او افغانستان د ریل پټلۍدنړیوال ارتباط په باب د موافقې قانون ابلاغ شو
ددغې موافقې په ابلاغ سره د ایران او افغانستان د ریل پټلۍ د ګنډلو او د خواف – هراف دریل پټلۍ میګا پروجیکټ دایران د شپږمې سرحدي ریل پټلۍ په توګه پیلیږي ، چې دافغانستان پراختیا او دایران ټرانزیټي قدرت زیاتیدا به له ځان سره ولري .
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د ایران د اساسی قانو د یو سل درویشتم اصل په اجرا کې د ریل پټلۍ د نړیوال ارتباط په باب د ا یران دا سلامی جمهوریت دحکومت او د افغانستان د اسلامی جمهوریت د حکومت ترمینځ د موافقې قانون ، د لارو او ښارونو جوړونې وزارت ته ابلاغ کړ .
کابو یو کال مخکې د ایران اسلامی شورا له افغانستان سره د ریل پټلۍ نړیوال ارتباط موافقه تصویب کړې ده .
ددغې موافقې په ابلاغ سره د ایران او افغانستان د ریل پټلۍ د ګنډلو او د خواف – هراف دریل پټلۍ میګا پروجیکټ دایران د شپږمې سرحدي ریل پټلۍ په توګه پیلیږي ، چې دافغانستان پراختیا او دایران ټرانزیټي قدرت زیاتیدا به له ځان سره ولري .
دغه ریل پټلۍ د ایران په خاورې کې تر اته اویا کلومیټرو پورې او د افغانستان په خاورې کې تر شپیتو کلومیټرو پورې ده .