د یمن د ظالمانه کلابندۍ د ختمولو پرضرورت د اسلامي ایران ټینګار :-
د ایران د باندنیو چارو د وزیر لوړرتبه سلاکار علی اصغر خاجي او د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي هانس ګرونډبرګ په ټيلي فوني خبرو کښې د یمن د نویو بدلونونو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لوړرتبه سلاکار علي اصغر خاجي په دغو خبرو کښې د خلکو د خلکو بوږنونکي حالت او د ظالمانه اقتصادي کلابندۍ او د جنګ له کبله ډیرو سختو شرایطو ته په اشارې سره د یمن د جنګ د بندولو او د کلابندۍ د ختمولو لپاره د نړیوالې ټولنې او د ملګروملتونو د جدي هڅې غوښتنه وکړه .
خاجي ډاګینه کړه د یمن د ظالمانه کلابندۍ ختمول به د دغه هیواد د کړکیچ د سیاسي حل سریزه وي .
د سیمې د سټراټیژیکو چارو کارپيژاند امین محمد حطیط په یوه(۱) یادښت کښې د یمن په جنګ کښې د سعودي عربستان درنې ماتي ته په اشارې سره لیکي :د سعودي عربستان واکمن په دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال کښې د یمن د خلکو پرضد د «پریکنده طوفان» په نوم سره دغه ورانونکی جنګ پیل کړ .
سعودي عربستان داسې فکر کاوه چې د یمن په جنګ کښې د هغه د هدفونو تحقق اسان او پریکنده کار دی او د سعودي عربستان لاس ته د یمن د ګازو او د تیلو د شتمنیو ورتلل او په «باب المندب» باندې د ریاض سلطه او په سره سمندر باندې غلبه کول یوازې څو اونۍ وخت ته اړتیا لري .
د سعودي عربستان دغه تکبر د امریکا او د انګلستان له دباو سره یوځاې پیاوړی شو او د سعودي عربستان په ذهن کښې دغه توهم بڼه خپله کړه چې دغه هیواد دومره قدرتمن دی چې هیڅوک د هغه په وړاندې مقاومت نشي کولای .
د دغو غلطو تصوراتو او د محاسباتو پراساس د یمن پرضد ورانونکی او له تیرو ډک جنګ دوام وموند .
خو د مقاومت بهیر وښودله چې یمن جنګ چې څومره اوږد شي عربستان به خپلو پوځي هدفونو ته ونه رسیږي او د یمن د ملت وژل ، او کلابندۍ به د خلکو اراده ماته نکړي .
د یمن جنګ په حقیقت کښې د سعودي عربستان لپاره یو(۱) ماتي خوړلی او له لګښت څخه ډک جنګ دی او په دغه جنګ کښې د وخت تیریدل د سعودي عربستان او د امریکا د ائتلاف په ګټه نه دي .
له دغه بندون څخه وتل د سعودي عربستان لخوا له حقیقت څخه ډک او منطقي فیصلې ته ضرورت لري .
د خپلواکه شناندو او د سیاسي څارونکو په باور له دغه بندون څخه د وتلو لپاره د دریو (۳) سټراټيژیکو فیصلو ترسره کولو ته ضرورت لري .
لومړۍ (۱) سټراټیژۍ ؛ د یمن د جنګ بندول او د حملو او د کلابندۍ ختمول .
دوهمه(۲) سټراتيژۍ : له ملګروملتونو سره مناسب تعامل .
دریمه (۳)سټراټيژۍ : د یمن د خلکو لخوا د هیواد د سیاسي برخلیک د ټاکلو اصل ته د احترام او د اعتماد د جوړولو په لور بیرته ستنیدل دي .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له «الجزیرې» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې د یمن حالت یوه(۱) کاملا اندیښمونکي موضوع ده وویل په یمن باندې د تیري او د جنګ د پیلیدا کابو شپږ(۶) کاله تیریږي .
دا داسې موضوع ده چې زمونږ په نظر هم د یمن د خلکو پرضد ظلم کیږي او هم سعودي عربستان په سیمه کښې د مسلمان هیواد په توګه د دې پرځاې چې خپلې پانګې یې د اسلامي هیوادونو او د سیمې په ودې او پراختیا ولګیږي په یوه (۱) جنګ باندې مصرفیږي .
په دې مینځ ومان کښې یوازني لورې چې په سعودي عربستان باندې وسلې خرڅوي او زمونږ په سیمه کښې په جنګ رامینځته کولو پسې دي ګټه پورته کوي .
دغه جنګ به پوځي ګټونکی ونلري .
هغه څه چې په یمن باندې د سعودي عربستان په اوه (۷) کاله حملو کښې رامینځته شوي دي جنګي جنایت او د یمن د خلکو ډله ییزه وژله ده .
د ملګروملتونو د امنیت شورا د راپور پراساس د یمن نیمايي خلک له قحطۍ او د لوږې له خطر سره مخامخ دي او دغه هیواد د نړۍ په سویه د ترټولو سخت بشر دوستانه کړکیچ کتونکی دی .
د یمن د دغه ظالمانه جنګ په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ په سیاسي حل لارې باندې ټینګار دی .
ایران به په سیمه کښې د یوه(۱) اغیزشیندونکي سیاسي فعال په توګه په دغه لاره کښې له خپلو ټولو سیمه ییزو اړیکو او ډیپلوماټیکو ظرفیتونو استفاده وکړي .