د فوټبال د ملي ټيم په کاميابۍ د ايران د ولسمشر مبارکي
(last modified Fri, 28 Jan 2022 00:17:03 GMT )
Jan 28, 2022 04:47 Asia/Kabul
  • د فوټبال د ملي ټيم په کاميابۍ د ايران د ولسمشر مبارکي

د ايران د اسلامي جمهوږريت ولسمشر د عراق د ملي ټيم په مقابل کښې د ايران د فوټبال د ملي ټيم د کاميابۍ د قطر۲۰۲۲ نړيوال کپ ته د لار پېدا کولو مبارکي وويله.

زمونږ د خبريال د رپوت له مخې سيد ابراهيم رئيسي په خپل پېغام وويل: د نړيوال کپ په انتخابي مقدماتي مرحله کښې د ايران د فوټيال ټيم پرله پسې مقتدرانه کاميابيو او د قطر ۲۰۲۲ نړيوال کپ ته لار موندنې د ايران د سرلوړي ملت لپاره د ښادۍ او خوشحالۍ يوه څپه رامنځته کړه.

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر محمد قاليباف هم په يو پېغام کښې د قطر ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال کپ سياليو ته د فوټبال د ملي ټيم د غېرتي سړيو له وياړه په ډکې رسېدنې چې د خلقو د خوشحالۍ او مسرت سبب شوه د ايران ملت مبارکي وويله.

د ايران د فوټبال ملي ټيم پرون د تهران په آزادي نومې لوبو مېدان کښې د مهدي طارمي په يو ګول سره عراق ته ماتې ورکړه او د اېشيا د وړومبني ټيم په توګه يې د قطر ۲۰۲۲ نړيوال کپ ته رسائي پېدا کړه.