ولسمشر رئيسي:
د ګاونډي هېوادونو د تعلقاتو ژورتيا امنيت ټينګولې شي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د قطر له خارجه وزير سره په کتنه کښې تاکيد وکړ، د ګاونډي هېوادونو د تعلقاتو ژورتيا او زياتې ملګرتياوې امنيت رامنځته کولې شي.
د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې سيد ابراهيم رئيسي پرون د قطر د خارجه وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په کتنه کښې د امنيت په ټينګولو په خاصه توګه د انرجۍ په برخه کښې د څو اړخيزو لارو چارو په اهميت باندې په تاکيد سره وويل، د توليدؤنکو هېوادونود انرجۍ په سياستونو کښې غږملتيا او ملګرتيا پکار دے وساتل شي او مضبوطيه پېدا کړي.
ولسمشر په نوې دوره کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرني سياست ترجيح د سيمې او ګاونډي هېوادونو سره د تعلقاتو او ملګرتياو پراختيا او ژورتيا وبلله او زياته يې کړه، تهران سيمه ايزې ملګرتياوې د ملتون د صلحې، امنيت او پرمختګ په ګټه بولې او ترې هرکلے کوي.
د ايران ولسمشر د دې په بيانولو سره چې د اېشيا په لويديځ کښې د پرديو شتون ناامنۍ او اندېښنې زياتوي وويل؛ پردي قوتونه د سيمې د ملتونو او حکومتونو د تشخص او شخصيت د احترام قائل نه دي او دا تصور کوي چې د دنيا ملکانان دي، په داسې حال کښې چې هغوي پکار دے د استکباري او ځان اوچت ګڼلو روحيه يوې خوا ته کيږدي او د ملتونو تشخص او کلتور په رسميت وپېژني.
د قطر خارجه وزير هم په دغه کتنه کښې د ګېسو د صادرؤنک هېوادونو په سرمشريزه غونډه کښې د ګډون لپاره ولسمشر رئيسي ته د قطر د امير د رسمي بلنې له ورکولو وروسته وويل، قطر کلکه اراده لري چې خپل ټول کوششونه به مختلفو سياسي او اقتصادي برخو کښې له ايران سره د تعلقاتو د زياتولو لپاره وکاروي.
هغه زياتهکړه، قطر هم په دې اړه چې په سيمه کښې د بهرنيو ځواکونو شتون منفي اثرات لري له ايران سره يو شان نظر لري او باوري يوو چې د سيمې هېوادونه پکار دے په سيمه ايزو ملګرتياو باندې په تکيې سره د صلحې او پرمختګ لاره غوره کړي.