د سامانونو د تبادلې شروع کولو لپاره د تهران او کابل موافقه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111958-د_سامانونو_د_تبادلې_شروع_کولو_لپاره_د_تهران_او_کابل_موافقه
د ايران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډ مرکز مشر د سامانونو د ټرانزېټ او صادراتو لپاره د دواړو هېوادونو د موافقې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 04, 2022 12:05 Asia/Kabul
  • د سامانونو د تبادلې شروع کولو لپاره د تهران او کابل موافقه

د ايران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډ مرکز مشر د سامانونو د ټرانزېټ او صادراتو لپاره د دواړو هېوادونو د موافقې خبر ورکړ.

د ايران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډ مرکز مشر حسېن سليمي د ايران له اېلنا خبري آژانس سره په مرکه کښې د ايران او افغانستان د سوداګرۍ وروستي حالت په اړه وويل: د ايران او افغانستان تجارت له هغه  حالت څخه چې تقريباً تعطيل شوے ؤ ووتۀ خو اوس هم غوره حد ته نه دے رسېدلے.

سليمي زياته کړه، تېره هفته د افغانستان يو پلاوے د ايران د سوداګرۍ مرکز ته راغے او د دواړو لورو د سامانونو د ټرانزېټ او صادراتو لپاره يو لړ موافقې اوشوې او ايران همخ د سامانانو د تبادلې د زياتولو لپاره ځينې تجويزونه وړاندې کړل.

د ايران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډ مرکز مشر واضحه کړه، ايران ته د افغانستان صادرات تقريباً له لسو نه تر شلو ميلين ډالرو وو په داسې حال کښې افغانستان ته د ايران صادرات د طالبانو د موقته حکومت په  اقتدار کښې له راتلو نه مخکې ۲.۵ ميليارډ ډالره وو.