موافقې ته رسیدل د لویدیځوالو په مسئولانه کړچار پورې شرطمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112298-موافقې_ته_رسیدل_د_لویدیځوالو_په_مسئولانه_کړچار_پورې_شرطمن_دي
د ایران خارجه وزیر وویل د مذاکراتو بهیر مخ په وړاندې روان دی خو د طرفینو مخې ته لاهم ځیني مهم موضوعات او مسائل پراته دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2022 01:18 Asia/Kabul
  • موافقې ته رسیدل د لویدیځوالو په مسئولانه کړچار پورې شرطمن دي

د ایران خارجه وزیر وویل د مذاکراتو بهیر مخ په وړاندې روان دی خو د طرفینو مخې ته لاهم ځیني مهم موضوعات او مسائل پراته دي

د ایران خارجه وزیر بیګا په ټویټر کښې د اروپايي اتحایې د بهرني سیاست له مسئول جوزف بورل سره خپلو ټیلیفوني خبرواترو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایراني لوري نوښتونو په ویانا کښې موافقې ته رسیدل اسان کړي دي خو فاینل موافقه د لویدیځ لوري په ذمه دارانه چلند پورې اړه لري

ایران پریس خبري آژانس لیکلي دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په خپل ټویټر باندې، په دې خبرې سره چې له جوزپ بورل سره یې د ویانا د مذاکراتو د وروستي حالت په هکله صلاح مشورې کړې دي، زیاته کړه: د ایران د سرو کرښو خیال ساتل د تهران لپاره بنیادي اهمیت لري.

امیر عبداللهیان هم داشان څرګنده کړه: د مذاکراتو بهیر مخ په وړاندې روان دی خو د طرفینو مخې ته لاهم ځیني مهم موضوعات او مسائل پراته دي.