د ویانا خبرې اترې د ښې موافقې د لاسلیک کیدا سبب شي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې په ویانا خبرو کښې ځینې مسائیل تراوسه نه دي حل شوي هیله وکړه چې د ویانا خبرې اترې په راتلونکي کښې د ښې موافقې سبب شي .
هغه چې د میونیخ په اته پنځوسم (۵۸) امنیتي کانفرنس کښې د ګډون لپاره جرمني ته تللی دی پرون وویل له ښې موافقې د وروسته پړاو لپاره له بیلابیلو هیوادونو سره خبرو اترو ته اړتیا شته چې ټول لوري په اټومي تړون کښې لیکل شویو ژمنو او خپلو وعدو ته د ورستنیدا لپاره بشپړه چمتووالی ولري .
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د دغه پوښتنې په ځواب کښې چې ایا د ښې موافقې د لاسلیک کیدا لپاره شرایط برابر شوي ټینګار وکړ هغه څه چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره مربوط دي او هغه وړاندیزونه چې تهران د خبرو اترو په میز کیښودلي دي یوې ښې موافقې ته رسیدل ممکن کړي دي خو دا لویدیځ هیوادونه دي چې خپل حقیقي نوښت او نرمښت وښيي او دوې دي چې باید دغه خبره وټاکي چې د ویانا خبرې اترې به په راتلونکو څو ورځو کښې نتیجې ته ورسیږي .
هغه د جرمني د مونیخ په امنیتي غونډې کښې د ګډون په هکله وویل په دغه نړیوال کانفرنس کښې برخه اخیستل داسې فرصت دی چې د ایران د ولسي او بدلون رامینځته کونکي حکومت خارجي سیاست بیان او له هغه سره په څنګ کښې د لویدیځې اسیا سیمې کړکیچونو ته په پام سره د ایران د اسلامي جمهوریت سیمه ییز دریځونه اعلان کړو .
د ایران او د څلور جمع یوې ډلې د هیوادونو جرمني ، فرانسې ، انګلستان ، روسیې او د چین او د اروپايي اتحادیې د غږملونکي ترمینځ د ویانا د خبرواترو د اتم پړاو په چوکاټ کښې د ویانا ښار په کوبورګ هوټل کښې سلامشورې روانې دي .