سعید خطیب زاده:
په ویانا کې زمونږ حضور د نوې موافقې لپاره نه دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دې په بیانولو چي په ویانا کې زمونږ حضور د نوې موافقې د تر لاسه کولو لپاره نه دی، وویل: اروپا او واشنګټن ته روښانه ده چي مونږ له خپلو سرو کرښو نه تر شا کیږو.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده خبریالانو ته وویل: په ویانا کې مو حضور د نوې موافقې لپاره نه دی ځکه چي د ۲۰۱۵ میلادي کال موافقه په خپل ځای کې ده.
هغه زیاته کړه: مونږ او د ۱+۴ ډلي د هیوادونو مذاکراتی ټیمونه دې لپاره په ویانا کې حضور لري چي موافقې ته د امریکا د بیرته راستنېدو په بهیر نظارت وکړي او د امریکې له رېښتنولۍ څخه ډاډ تر لاسه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه چي د مسودې ۹۸ سلنه د ټولو لورو په ګډون او تفاهم سره بشپړه شوې او پاته دوې سلنې هغه موارد دي چي باید هواره شي.
خطیب زاده وویل: اوس داسي یوې مرحلې ته رسېدلي یو چي واشنګټن او اروپا نور د شک ځای نه دی پاته شوی، مونږ له خپلو سرو کرښو نه تر شا کیږو، لوېدیځ هیوادونه دي دا مساله نوره نه ځنډوي.
هغه زیاته کړه: د بندیزونو د لیري کېدو او د ایران د ایټمي پروګرام په هکله ادعاوې هغه موارد دي چي اروپایان یې باید په اړه پرېکړه وکړي، راتلونکو ورځو کې به معلومه شي چي اروپایان څه کوي.