د ایران د مذاکراتي ټیم مشر ویانا ته ورسېده
د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم مشر تر سلامشورو وروسته د مذاکراتو د دوام په موخه ویانا ته ولاړ.
د ایران د مذاکراتي ټیم مشر علی باقري چي د سلامشورو په موخه تهران ته راستون شوی و، د بندیزونو د لیري کېدو په لړ کې د مذاکراتو د دوام په موخه د اسټریا پلازمیني ویانا ته ورسېدل.
باقري تهران ته تر سفر مخکې په یو ټوویټ کې ولیکل: هر څومره چي مونږ د خبرو اترو وروستي پړاو ته ورسیږو بیا هم د موافقې تر سره کېدا تضمیني نه ده، د دې کار د بشپړه کېدو لپاره، ثبات، نوښت او متوازن دریځ ته ضروت دی.
هغه زیاته کړه: د موافقې د تر لاسه کولو لپاره لوېدیځ هیوادونه باید ځینې فیصلې وکړي.
د برجام د ایټمي موافقې په چوکاټ کې د بندیزونو د لیري کېدو او د امریکې د بیرته استنېدو مذاکرات په ویانا کې خپل وروستي پړاو ته رسېدلی دی .
د ایران اسلامي جمهوریت د یو مسئولیت منونکی هیواد په توګه په ځلونو ویلي چي امریکا لومړی په غیرقانوني توګه د بندیزونو په لګولو سره د برجام له نړیوالي موافقې څخه وتلې ده، نو امریکا ته پکار دی چي د بندیزونو په لیري کولو سره موافقې ته راستانه شي او د هغوی ژمنې باید وازمویل شي.