پياوړی ایران فضا ته رسیدو ته ضرورت لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113198-پياوړی_ایران_فضا_ته_رسیدو_ته_ضرورت_لري
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان وویل: پياوړی ایران په دفاعي، اقتصادي او کلتوري برخو او حتی په علمي پرمختګونو کښې فضا ته رسیدو ته اړتیا لري
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 09, 2022 06:38 Asia/Kabul
  • پياوړی ایران فضا ته رسیدو ته ضرورت لري

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان وویل: پياوړی ایران په دفاعي، اقتصادي او کلتوري برخو او حتی په علمي پرمختګونو کښې فضا ته رسیدو ته اړتیا لري

د نور-۲ په نامه د ایران دویمه پوځي سپوږمکۍ پرون د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قاصد نومې راکټ سره فضا ته وتوغوله شوه او په بریمنه توګه د ځممکې ۵۰۰ کیلومیټري مدار ته ورسیدله.

دا د ایران دویمه پوځي سپوږمکۍ ده چې ځمکې ته په نزدې مدار  LEO کښې ځاې پرځاې کیږي.

له دې مخکښې سپاهِ پاسداران په ۲۰۲۰ کال کښې نور-۱ نومې سپومکۍ د ځمکې ۴۳۵ کیلومیټري مدار ته لیږلې وه چې لاهم د هلته موجوده ده او معلومات رالیږي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان امیر علي حاجي زاده پرون د سپوږمکۍ د توغولو په دستورو کښې د نور دوه سپوږمکۍ ځانګړتیاو ته په اشارې سره وویل چې دغه سپوږمکۍ په یوه ثانیه کښې د ۶.۷ کیلومیټره واټن وهلو په چټکتیا سره، په ۴۸۰ سیکنډو کښې د ځمکې ۵۰۰ کیلومیټري مدار ته ورسیدله.

هغه ټینګار وکړ چې به دې لړ کښې له تخنیکي مسائلو زیات مهم ټکی، په بندیزونو او زیات نه زیاتو دباؤنو باندې په برلاسي کیدو کښې د ایران د ولس هوډ دی.